د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د جماعت الدعوه ځينې دفترونه او مدرسې تړل شوي دي


مشال راډيو ته د مارچ په پنځسلمه رسېدلی يو سند ښيي چې د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور د ډپټي کمشنر دفتر په حکم د ملګرو ملتونو له خوا تر بندېز لاندې جماعت الدعوه ډلې پېښور مرکزي دفتر تړل شوی دی.

همدارز د دې ډلې د درې مدرسو او دوه جماتونو انتظام د پېښور اوقاف محکمو ته حواله شوی دی. د ياد دفتر په نوټېفيکېشن کې راغلي چې دا ګامونه د مارچ په نهمه پورته شوی دي او د جماعت الدعوه سره تړلې ډلې فلاح انسانيت دفتر هم بند کړل شوی دی.

په سند کې ښکاري چې دا د پېښور ډپټي کمشنر شاهد علي له دفتره د مارچ په دولسمه د کمشنر دفتر ته د معلوماتو لپاره لېږل شوی دی. خو هغه پرون مشال راډيو ته وويل چې دی نه غواړي په دې اړه وغږيږي ځکه چې په وېنا يې د راز معلومات دي. خو مشال راډيو ته رسېدلې، د دې نوټيفيکېشن کاپي څرګندوي چې په څمکنو کې مدرسه العصريه انقلاب، مدرسه اسماليه بدايي او په مېره کچورۍ کې مدرسه تحفظ القران واک له جماعت الدعوه ډلې اخيستل شوی دی.

داسې ښکاري چې پاکستان د نړيوالو فشارونو په غبرګون کې د ځينو وسله والو ډلو خلاف ګامونه اخلي. خو اوس به دا کتل کېږي چې آيا دا فشارونه مسلسل پاتې کېږي او کنه لنډمهاله دي.
مايکل کوګلمېن

په امريکا کې د ويلسن سنټر تحقیقاتي مرکز څيړونکی مايکل کوګلمن وايي نړيوالو فشارونو پاکستان مجبوره کړی چې د په نړيواله کچه ترهګرې اعلان شوو ډلو خلاف لاس په کار شي. د هغه په خبره اسلام اباد بايد دا چاره پسې روانه وساتي. ((پاکستان چې اوسمهال څه کوي، دا بايد وستايل شي. د ترهګرو ډلو سره تړلو مدرسو خلاف یې ځيني د پام وړ ګامونه اخيستي دي. خو زه وېره لرم چې کله نړیوال فشار کم شي نو نوې خېريه ادارې به په نوو نومونو او نوي شکل کې راښکاره شي. فکر نه کوم چې پاکستان به په حتمي توګه بيا د هغو نوو ډلو خلاف هم ګامونه اخلي.))

د جماعت الدعوه ډلې بنسټګر، حافظ سعيد دی چې په هند کې د حملو په پلانولو تورن او امريکې له خوا ترهګر اعلان شوی. لس ميليونه ډالر انعام يې پرې ايښی دی. خو ناکټا اداره چې د کاالعدم تنظيمونو ليست او دهغوی پر فعاليتونو نظر ساتي، لا هم حافظ سعيد او يا هم جماعت الدعوه ډله په دې لړ کې نه دي شامل کړي.

د افغانستان او پاکستان په اړه د يو څيړنيز کتاب From Cold War to Gold War ليکوال، عاصم يوسفزی وايي پاکستان ځکه د جماعت الدعوه خلاف لوی ګامونه نه اخلي چې له د ترهګرۍ پر ضد جګړې له پراخېدو اندېښنه لري.

پاکستان په پنجاب صوبه کې هم د جماعت الدعوه ډلې ځيني اړونده ادارې او مدرسې بندې کړې وي. دا ګامونه تر هغې ورسته اخيستل شوي وو چې په فروۍ مېاشت کې پاکستاني چارواکو ومنله چې که په خپله خاوره يې د وسله والو ډلو د پېسو راجمع کولو مخه ونه نېول نو د جون په مېاشت کې په هغه ليست کې د شاملېدو سره مخ کېدای شي چې د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیواله اداره به يې جوړوي.

XS
SM
MD
LG