د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو څار: د منظور پښتین او ملګرو ضد اېف ای ار دې واخېستل شي


کوټه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کوټه کې د پښتون قامي جرګې له مشر نواب ایاز خان جوګېزي سره په ولسي غونډه کې. ۱۱ مارچ ۲۰۱۸
کوټه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کوټه کې د پښتون قامي جرګې له مشر نواب ایاز خان جوګېزي سره په ولسي غونډه کې. ۱۱ مارچ ۲۰۱۸

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویلي ــ په پاکستان کې میشت پښتانه د زور زیاتي او نسلي تعصب ښکار دي او باید حکومت د هغوی غوښتنو ته غوږ ونیسي.

د نهې په ورځ د یادې ادارې له خوا په یوه بیان کې ویل شوي ــ چې په دا تېرو څو کلونو کې د قبایلي سیمو ولسونه د طالبانو له خوا د بریدونو، پوځي عملیاتو او ډرون بریدونو ښکار شوي دي. په قبایلي سیمو کې ولس ته په عدالتونو کې د اپیل حق نه شته او هغوی ته اجتماعي سزاګانې ورکول کېږي.

هیومن رایټس واچ زیاته کړې ــ د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې تحریک د مشر منظور پشتین پر ضد له دې کبله مقدمه درج کړې ده چې هغه په حکومت او امنیتي ادارو تنقید کاوه.

سیف الله کلا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه
سیف الله کلا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه

د پښتون ژغورنې تحریک د مشرانو پرضد د بلوچستان حکومت د مقدمې په غبرګون کې د چارشنبې په ورځ د صوبې وکیلان د احتجاج په توګه عدالتونو ته نه دي حاظر شوي. د حکومت ددغه اقدام په اړه د قانوني چارو پوهه شهاب خټک وايي،

پښتون ژغورنې غورځنګ چې کومه احتجاجي مظاهره کړې ده په هغې کې هېڅ غیرقانوني خبره نه شته. له دې وړاندې دوی په اسلام اباد کې د احتجاج په توګه پرلت غځولی وو، هغه هم پرامنه وو، یو بلب پکې هم نه دی مات شوی. بل خوا په اسلام اباد کې نورو خلکو مظاهرې کړې دي، تشدد پکې شوې دی، پولیس والا په کې مړه دي. د هغې هېڅوک تپوس نه کوي او د هغوی خلاف هېڅوک اېفای ار نه درجوي.

بل خوا د بلوچستان د ژوب ضلعې د پولیسو مشر سردار ماوران خان لغاري مشال ریډیو ته ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد ویناوې شوې وې.

((هغوی په ويناوو کې ځېنې داسې خبرې وکړې چې د رياست او ادارو پرضد وې. ادارو ته د اور اچولو خبرې وشوې. ځېنو نورو کسانو چې د دوی [پښتون ژغورنې غورځنګ] کوربانه ول، هغوی دا هر څه په بشپړه توګه تاييد کړه نو هغوی هم په دې اقدام کې شامل شول.))

خو د پښتون ژغورنې تحریک یو مشر محسن داوړ وايي د خپلو حقونو لپاره اواز اوچتول غیر قانوني کار نه دی. نوموړي زیاته کړې که چیرې حکومت د دوي غوښتنې نه پوره کوي نو بیا به دا احتجاجي مظاهرې نور هم زور واخلي.

دوی به خلک ووژل او بیا به له ویرې چا غږ نه شو کولی. اوس د ویرې هغه ټول بتان مات شوي دي. موږ څه غواړو؟ خلک به اوس راځي او چې کوم ظلم ورسره کېږي، د هغې فریاد به د دنیا مخې ته ږدي. موږ په عزت سره د ژوند حق غواړو. دا به ریاست راکوي ، که یې نه راکوي نو دا فشار به ورځ تر بلې ډېرېږي، ښه ده چې په رضا يې راکړي.

هیومن رایټس واچ له حکومته د منظور پښتین او د هغه د نورو ملګرو پرضد د پرچۍ ختمولو غوښتنه کړې ده او ویلي يي دي، حکومت له پکار ده چې د پښتنو پرضد امتیازي قوانینو او رویو ته د پای ټکی کښېږدي.

XS
SM
MD
LG