د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د مېټیس د سفر لنډه ارزونه


د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس په سېشنبه کابل ته د خپل سفر پرمهال وويل، هغوی ته د پاکستان لخوا ځينې مثبتې اشارې ښکاري او هغه هېواد له افغان پولې سره خپلې غاړې ته پوځي عمليات ترسره کړي.

بلخوا افغان ولسمشر هم وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ په سیمه کې وضعیت بدل کړی دی. اشرف غني په سېشنبه په ارګ کې د امریکا دفاع وزیر سره په غونډه کې وويل چې د دغې ستراتېژۍ په نتیجه کې د افغانستان په مسئله کې ښکېل لوبغاړي دې ته اړ شوي چې خپلو تګلارو ته بیا کتنه وکړي.

په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ پخوانی لېفټېننټ جنرل طلعت مسعود له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د امريکا دفاع وزير وروستۍ څرګندونې ډېرې مثبتې او سمې دي. او دا د دې عکاسي کوي لکه څنګه چې پاکستان ويلي وو، هغوی به هغه ټول اقدامات کوی چې له مخې يې د پاکستان ځمکه د افغانستان خلاف استعمال نه شي. ځکه چې د افغانستان خرابو حالاتو منفي اثرات به په نړۍ کې تر ټولو زيات پر پاکستان پرېوځي.

خو په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک بيا وايي چې د پاکستان په پاليسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. نوموړي وايي چې ''هغه ته په دې کې هېڅ نوې خبره نه ښکاري. دوی دا دعوې له ډېري مودې کوي، خو په میدان هېڅ نه ښکاری. ما ته پکې هېڅ پرمختګ نه ښکاري. کله وايي، داسې دی، کله وايي داسې دی، خو په میدان جنګ روان دی، خلک تباه کېږي، خلک مري، خلک د جنګ په اور کې ولاړ دي. تر هغو دا خبرې ټولې بې مانا دي چې په میدان یو څه شی خوځېدلی نه وي.''

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر پروسږکال د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د خپلې نوې ستراتيژۍ اعلانولو پروخت وويل چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسله وال په پاکستان کې پناه ګاوې لري چې نور یې نه شي زغملی.

د امریکا د فاع وزیر جېم مېټیس پرون له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر غونډې مخکې هغو خبریالانو ته چې کابل ته له ده سره په دې سفر کې ملګري وو ويلي و چې اوس هم د دې امکان شته چې په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه شي، خو د ده په وینا هغه به د جګرې له ډګره نه، بلکې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د سیاسي جوړجاړي په نتیجه کې وي.

مېټيس دغه‌راز وویل، امريکا داسې نښې لېدلي چې د طالبانو ځينې ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمویي.

پرون افغان ولسمشر اشرف غني په خپل ټويټر پيغام کې ويلي دي چې د امريکا دفاع وزيرجېمز مېټيس سره يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وړانديز شویو مذکراتو هم خبرې کړي دي.

ولسمشر غني: طالبان دې سیاسي ګوند وپېژندل شي

ياده دې وي چې په فرورۍ مياشت کې د کابل پروسې په غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني وويل چې له پاکستان سره به د حکومتونو په کچه خبرې پیلوي. د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال مشال راډيو ته وويل چې له پاکستان سره به په دې مذاکراتو کې د پاکستان غوښتنې اوري او پاکستان ته به هم خپلې غوښتنې رسوي او بيا به د دې په رڼا کې يو مېکانیزم جوړوي.

XS
SM
MD
LG