د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف د مسلم ليګ (ن) مستقل مشر وټاکل شو


پخواني وزیر اعظم نواز شريف تور پورې کړ چې روان کړکېچن حالات ده ته جوړ کړل شوي دي. هغه وویل په پاکستان کې د ووټ احترام نه شته او د ده په خبره اوس يې مشن دا دی چې په دې هېواد کې ۷۰ کاله څنګه تېر شول چې نور اويا کاله داسې تېر نه شي. هغه د سېنېټ د نوي مشر ټاکلو لپاره د اپوزيشن ګوندونو په متحد کېدو هم نيوکې وکړې.

د نواز شريف تر نااهله کېدو وروسته د سېشنبې ورځ د هغه ورور او د پنجاب اعلا وزير شهباز شريف بې له مقابلې د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) د عمومي شورا په غونډه کې مستقل صدر وټاکل شو.

دې غونډې ته نواز شريف وويل:

''موږ نن د دې لپاره راغلي يو چې شهباز شريف نوی صدر منتخب کړو. دا حالات زموږ لپاره جوړ کړل شول چې له وجې يې موږ دا پرېکړه وکړه. زه نه پوهېږم چې يو وزيراعظم ستاسو په کروړونو ووټونو منتخب شو او هغه ترهګري او لوډ شېډنګ ختم کړ او ترقياتي کارونه يې وکړل خو بيا هم له خپلې څوکۍ لیرې کړل شو.''

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان سپريم کورټ د فرورۍ پر ۲۱مه نېټه نواز شريف د ګوند مشرۍ لپاره نااهله اعلان کړ. له دې وروسته نوموړی د ټول عمر لپاره د ګوند رهبر وټاکل شو. تر دې وړاندې د ۲۰۱۷م کال د جولايي پر ۲۸مه نېټه سپريم کورټ د پاناما اسنادو په مقدمه کې د شتمنيو نه څرګندولو په تور نواز شريف د وزيراعظم څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه.

نواز شريف پرون د ګوند کارکنانو عمومي غونډې ته په وينا کې د سېنېټ نوي چيېرمېن ټاکلو لپاره په ترسره شویو انتخاباتو هم نيوکې وکړې او هغه ټاکنې یې یوه تماشه وبلله:

''هغه چې نوي پاکستان او د اصولونو خبرې یې کولې. و مو کتل چې څرنګه د بني ګاله او بلاول هاوس واله او له خيبر پښتونخوا تلونکې قافلې په يوه بارګا کې ښکته شوې. او دوی چې له چا سره ولیدل هغه څوک ول او د پاکستان لپاره یې څه خدمتونه دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د سېنېټ چیېرمېن او مرستيال مشر بريالي کولو لپاره ځينو داسې ګوندونو سره متحد اپوزيشن جوړ کړ چې په تېرو وختونو کې يې د يو بل خلاف سختې خبرې کولې. په دوی کې پيپلز پارټي او تحريک انصاف ګوند شامل دي.

ياده دې وي چې د ګل پر ورځد سېنېټد مشرانو ټاکنې لپاره په ترسره شوو انتخاباتو کې د پاکستان حکمران ګوند مسلم لیګ (ن) اميدوار راجه ظفر الحق ۴۶ او د متحد اپوزیشن نوماند صادق سنجراني اووه پنځوس رايې واخېستې.

XS
SM
MD
LG