د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ له عدالتونو بایکاټ کړی


اېډوکېټ منیر احمد کاکړ
اېډوکېټ منیر احمد کاکړ

د بلوچستان وکیلانو د پښتون ژغورنې غوځنګ پر غړو د پولیسو له خوا د رپوټ درجولو پرضد نن په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ اعلان کړی دی.

د بلوچستان بارکونسل مخکښ اېډوکېټ منیر احمد خان کاکړ مشال راډیو ته وویل د مارچ پر ۱۴مه به په ټوله صوبه کې وکیلان عدالتونو ته نه حاضرېږي.

ده وویل ، “ د پښتون تحفظ موومنټ د مشرتابه پرضد چې د ریاست له خوا په ږوب او کلاسیف الله کې کوم رپوټونه یا – ایف ای ار – درج شوي دي موږ به نن په ټوله صوبه کې د دې ګام پرضد له عدالتونو بایکاټ کړی دی”.

د ږوب او کلاسیف الله پولیسو د سه شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او یو شمېر نورو غړو پرضد رپوټ درج کړ.

د ږوب ضلعې د پوليسو افسر اېس پي سردار ماوران خان لغاري تر دې رپوټ وروسته مشال راډيو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د رياست پرضد ويناوې شوې وې.

لغاري وویل ، “ د هغوی په ويناوو کې ځېنې داسې خبرې وکړې چې د رياست او ادارو پرضد وې. ادارو ته د اور اچولو خبرې وشوې. ځېنې نورو کسانو چې د دوی [پښتون ژغورنې غورځنګ] کوربانه ول، هغوی دا هر څه په بشپړه توګه تاييد کړه نو هغوی هم په دې اقدام کې شامل شول”.

خو اېډوکېټ منیر احمد کاکړ دا خبره رد کړه او و یې ویل چې په ږوب او کلاسیف الله کې درج شوي رپوټونه غیرقانوني دي.

نوموړي زیاته کړه چې “ دوی چې د( ۱۵۳ اې) په نامه کومه دفه لګولې ده هغه یوازې هغه وخت کېدای شي چې د صوبې حکومت او یا هم مرکزي حکومت په دې اړه په څرګنده یو لیک ولېږي”.

په ږوب کې په درج کړل شوي رپوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر غړي او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا او نورو کسانو د نومونو ذکر شوی دی او ويل شوي چې دوی خلک بغاوت ته راپارول. د لغاري په وينا دغه کسان به نيول کېږي او عدالت ته به وړاندې کېږي.

په کلاسیف الله کې هم پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي غونډه کې د ويناوالو او منتظمينو پر ضد رپورټ درج کړی دی چې له پښتونخوا ملي ګوند سره د اړه لرونکي بلوچستان اسمبلۍ د غړي نواب اياز خان جوګېزي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو خان زمان کاکړ او محسن داوړ نومونو يې په سر کې دي.

اېډوکېټ منیر کاکړ وویل ، دوی تیار دي چې په عدالتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو دفاع وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مارچ پر نهمه په ږوب ، پر لسمه په کلاسیف الله او پر ۱۱ په کوټه کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي غونډې وکړې.

XS
SM
MD
LG