د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر یاسر: د بلوچستان حکومت سرکاري روغتونونه له پامه غورځولي


د ځوان ډاکټرانو سازمان احتجاج
د ځوان ډاکټرانو سازمان احتجاج

په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو سازمان په سرکاري روغتونونو کې د ناروغاتو له کتلو انکار کړی دی.

دوی وايي حکومت نه یوازې د دوی غوښتنې نه پوره کوي بلکې د دوی پرضد یې پر بې بنسټه تورونو ولاړ رپوټ درج کړی دی.

د یاد سازمان مشر ډاکټر یاسر خوستي بېګا مشال راډیو ته وویل د صوبې په سرکاري روغتونونو کې د غریبو ولس لپاره اسانتیاوې د نه برابر دي خو حکومت یې هیڅ غم نه خوري

نوموړي وویل ، “ په سرکاري روغتونونو کې د ولس شمېر زیات دی خو د هغوی لپاره د دوایانو بجټد نه برابر دی”.

ډاکټر یاسر خوستي زیاته کړه چې حکومت یوازې ولس نه بلکې ډاکټران هم له پامه غورځولي دي او د هغوی جایز حقونه نه ورکوي.

هغه وویل ، “ تېر حکومت او وزیراعلی زموږ ۶۰۰ نوې چوکۍ منظوره کړې وې خو پر هغوی تر اوسه ډاکټران نه دي ګمارل شوي ، موږ غواړو چې دا دې هم ډکې کړل شي او هم د ډاکټرانو ته د نورو صوبو غوندې مراعات ورکړل شي”.

ډاکټر یاسر خوستي وویل ، د سه شنبې په ورځ یې تر یو لاریون وروسته د کوټې له کمشنر سره لیده کاته کړي او هغه ډاډ ورکړی چې له وزیراعلی سره به د خبرو اترو زمینه ورته برابره کړي.

ده وویل ، ” له وزیراعلی – عبدالقدوس بزنجو - سره وینو او هغوی ته خپلو غوښتنې ږدو که یې ونه منلې نو نه یوازې خپل احتجاج پراخوو بلکې د وزیراعلی د کور مخې ته پرلت وهو”.

له ډاکټر یاسر څخه مې وپوښتل چې د دوی له هړتال څخه خو حکومتي چارواکو ته نه بلکې عام ولس ته زیان رسېږي نو ده وویل ، دوی چې له کومو څانګو پرېکون یا بایکاټ کړی دی له هغه ولس ته هیڅ په لاس نه ورځي.

ډاکټر یاسر خوستي وویل که بیا هم ولس ته څه مشکلات وي نو د ده په وینا هغه هم د حکومت د نه پاملرنې له کبله دي.

په دې اړه مو د بلوچستان د صحت له وزیر میر عبدالماجد ابړو ، د صحت سیکرټري صالح ناصر او د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بګټي سره د اړیکو بیا بیا هڅه وکړه خو د هغوی ټلیفون به یا بند وو او یا به یې ځواب نه وایه.

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال سید علي شاه وايي ، د حکومت او ډاکټرانو ترمنځ روان کمکش عام ولس سخت ځپلی دی.

سید علي شاه وویل ، “ خلک له لرې پرتو سیمو خپل ناروغان دې سرکاري روغتونو ته راوړي او ټوله ورځ په انتظار تېره کړي او مازیګر یا ناهیلي کور ته ولاړ شي او یا هم په زرګونه روپۍ خرڅوي او شخصي ډاکټرانو ته ورځي”.

د سید علي شاه په وینا ، په احتجاج کوونکو ډاکټرانو کې ځېنې داسې هم شته چې سرکاري روغتون ته نه ورځي خو خپل شخصي کلینیکونه یې د تل په څېر خلاص ساتلي وي.

د ځوان ډاکټرانو سازمان یا ینګ ډاکټر اسوسیېشن د کوټې په ولسي روغتون کې له تېرو ځو ورځو راهسې په حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره احتجاجي کېمپ هم لګولی دی.

XS
SM
MD
LG