د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د سېنېټ ټاکنو کې زر او زور کارول شوی


د پښتنو یوه ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي​ د سېنېټ ترسره شویو انتخاباتو ته په غبرګون کې ويلي، چې "د سېنېټ په انتخاباتو کې له زر او زوره کار اخېستل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په هېڅ نړۍ کې ضمیر پلورونکي ته وطنپال نه ویل کېږي خو پاکستان کې ضمیر خرڅوونکي محب وطن بلل کېږي.

نن د سه شنبې/ نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې ښاغلي اڅکزي وويل، پرون چې په سېنېټ کې څه شوي دي دا د پاکستان په سياسي تاريخ کې تر ټولو زيات تور داغ دی.

پرون د دوشنبې/ ګل په ورځ د سېنېټ چیېرمېن په انتخاباتو کې د مخالفه ګوندونو، پيپلز ګوند او تحریک انصاف شريک کانديد صادق سنجراني ۵۷ رايې اخېستې او د حکومت واکمنه ګوند مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو راجه ظفرالحق ۴۶ ووټونه ترلاسه کړي دي.

د مرستيال چيېرمېن لپاره د پيپلز ګوند سليم مانډي والا ۵۴ ووټونه اخېستي او کامياب شوی دی، د هغه په مقابله کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ چې د مسلم ليګ ن او نورو اتحاديانو شريک کانديد وو ۴۴ رايې اخېستي دي.

د سېنېټ تر ټاکنو وروستو په ټولنيزو رسنیو دا بحث تود شوی چې د پيپلز ګونداو تحريک انصاف اسټبلشمنټ پلوه کانديدانو د سېنېټ انتخابات ګټلي دي.

حاصل بزنجو
حاصل بزنجو

پرون د سېنېټ د انتخاباتو وروستو د مسلم ليګ ن اتحادي نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو هم په سېنېټ کې د انتخاباتو په سر خبرې کړي او یې ویل، "چې نن پارليمان وبايلله او په عملي توګه ثابته شوه چې بالادست قوتونه تر پارلېمان هم بالادسته دي."

هغه ويلي دي، "بالادست قوتونو له پارلېمانه منډۍ جوړه کړې ده، پارلېمان په بشپړ ډول بايللې، له صوبايي اسمبليو منډۍ جوړې شوي او ماته دلته په ناسته شرم راځي."

ښاغلي اڅکز ي نن په خپله وینا کې وويل، د قانون او ائين په دايره کې دننه د پاکستان پر ټولو جمهوري قوتونو غږ کوي چې د دوی ترمنځ د اتحاد او اتفاق او د دې جګړې پیل شوی دی او زیاته یې کړه چې دی د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو د دې جګړې سپاهي دی.

نوموړي زیاته کړه، "زه له ائين سره يم، یو جرنېل، یو بېورو کرېټ، یو سیاسي سړی چې د ائين قدر نه کوي زه هغه د پاکستان دوست نه ګڼمه."

محمود خان اڅکز ي زياته کړه په دنيا کې په لومړي ځل ضمير خرڅوونکي ته محب وطن ويل کېږي او چې ضمير نه خرڅوي هغه ته د پاکستان دښمن ويل کيږي دا دښمني ماته قبوله ده."

هغه وويل په ملک کې درې نمونې خلک د ايين د ساتنې سوګند پورته کوي، هر پوځي سپاهي تر جرنېله پورې، هر جج وړوکی او غټ او هر يو پارليمنټېرين خو دلته له ائين سره لوبې کېږي.

محمود خان اڅکزي وويل "ما دا ګستاخي کړې وه چې زموږ د صوبې الېکشن کېدو ما دا ويلي ول چې د هغه ځای يو پوځي افسر، د هغه مې نوم اخېستی وو، د هغه عهده مې ويلې وه چې لاسوهنه کوي، خلک وېروي، خلک په پیسو اخلي او هغه د ائين ښکاره سرغړونه وه."

نوموړي وويل، "ما له وزیراعظمه غوښتنه کړې وه چې زما د تورونو پلټنې دې وکړل شي، که زه غلط وم ما ته د خپلې خوښې سزا راکړئ او که هغه غلط ثابت شو نو له نوکرۍ يې لیرې کړئ."

هغه زياته کړه "چې کله نوازشريف له خپلې څوکۍ واېستل شو، نو ما هغه وخت ویلي ول چې نن د جمهوري او غیرجمهوري قوتونو وروستۍ جګړه پیل شوه. موږ له جمهوري قوتونو سره ودرېدلو خو پرون موږ د هغه لومړی پړاو د " زور او زر په نتيجه کې وبايللو."

ښاغلي اڅکزی وويل ائين په خپله وايي چې "کوم خلک د ائين مخالفت کوي د هغه خلاف بغاوت جايز دی." او زیاتوي چې نور دې دوی نه اړ اېستل کېږي چې لارو کوڅو ته ووځي.

نوموړي د خپلې وینا په اخره کې وويل "چې تا څوک ولې نه نيسي؟ نو ما ور ته وويل چې ما به نيسي نه، وژني به مې، زه هر څه ته تيار يم خو زما مرګ، د زما د ګوند د کارکنانو یا دوستانو مرګ به د پاکستان بنيادونه ولړزوي."

راپور: فضل عزیز ډیوه راډيو

XS
SM
MD
LG