د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهارکې ګڼې کرنیزې پروژې پیلېږي


د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د دوه ویشت نیم ميلونو ډالرو په ارزښتد زراعتي پروژو قرادادونه د انکشافي شوراګانو له استازو سره لاسلیک شول.

چارواکي وايي چې د دې پروژو له لارې به بزګرانو ته باغونه، شنې خونې او د اوبه خور سستم او په جلال اباد ښار کې به د بزګرانو د محصولاتو لپاره يو مارکېټ جوړوي.

د ننګرهار د سپين غر په لمنو کې شیرزاد، خوږياڼي، چپرهار، رودات، کوټ او اچين هغه ولسوالي دي چې په تېرو کلونو کې په کې د بد امنیو له امله د رغنیزې پروژو په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی خو د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت يادو ولسواليو ته، د کوکنار د نه کرلو په بدل کې د دوه ویشت نیم میلونو ډالرو په اززښت د زراعتي پروژو د پلي کېدو قرادادونه د انکشافي شورا ګانو له استازو سره لاسلیک کړل.


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې غونډې په ترڅ کې چې په همدې تړاو د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د سېشنبې په ورځ جوړه شوې وه، وویل:

(( دا هغه ولسوالۍ دي چې تېر کال موږ دلته د پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې موږ پروژې او برنامې نه شوې عملي کولای. دلته د اعش لوی مراکز موجود وو، دلته زموږ خلک او ولس او په ځانګړې توګه بزګران د داعش د ولکې لاندې وو. سږکال موږ یو بل پړاو ته داخل شوي يوو، هغه د انکشاف، بیا رغونې او د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره موږ د پروګرامونو د عملي کولو لپاره مناسب شرایط لرو.))

​د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیز نصیراحمد درانۍ وویل، نه يوازې دا چې په یادو ولسواليو کې به بزګرانو ته شنې خونې، باغونه او سربندونه جوړ شي، بلکې په جلال اباد ښار کې به د هغوی د محصولاتو لپاره مارکېټ هم جوړ کړای شي:

(( موږ باید هغه تولیدات یا توکي راوړو چې د مخدره موادو په مقابل کې يې هم ارزښت زیات وي، هم حلال وي او هم زموږ د بچو اینده تظمين شي. شاخصه د دې پروګرام دا ده چې څنګه کولای شوو چې د خپلو بزګرو تولیدات له مارکېټ سره وصل کړو. د دې لپاره به د جلال اباد په ښار کې د زرو مترو مربع مساحت باندې يو مارکېټ جوږېږي.))

​د بزګرانو په استازيتوب د خوږيانۍ ولسوالۍ د انکشافي شورا رييس الله نظر خوږياڼي خوښي څرګنده کړه چې بزګرانو ته په کرنيزه برخه اسانتیاوې برابرېږي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د پروژو په پلي کېدو کې به ټول ولس همکاري کوي:

(( په هغو سيمو کې چې پروژې پلي کېږي، د امنیت په راوستو کې به قومونه او ولسونه له دوی سره همکار وي. زه په ډاډ سره وايم چې قومونه او ولسونه ستاسو د دې نيک اقدام څخه ډېر خوشاله دي او مننه درڅخه کوي.))

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې له دې پروژو څخه به د درېیو کلونو لپاره نظارت کېږي او که ښه نتیجه يې ورکړه، د ننګرهار په نورو ولسوالیو سربېره به د افغانستان په نورو ولایتونو کې ورته کرنېزې پروژې پلي کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

جنرال عبدالرازق څوک و؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG