د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېټیس: د طالبانو له لوري د خبرو لېوالتیا ښکاري


نن سېشنبه د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی چې د جګړې جاج واخلي او د ځینو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو امکانات وګوري.

نوموړی په داسې حال کې سفر کوي چې واشنګټن د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې د خاتمې لپاره نوې وسیلې په کار راولي.

ښاغلي مېټیس خبریالانو ته وویل چې که له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي نو اوس هم په افغانستان کې بریا ممکنه ده.

''اوسمهال موږ غواړو چې افغانان د سولې د خبرو رهبري وکړي او دا پروسه پرمخ يوسي. د دې پروسه يوه برخه دا هم ده چې څوک به له چا سره خبرې کوي خو موږ په تېره يوه مياشت کې وليدل چې د طالبانو ځينو ډلو، ځېنو وړو ډلو یا خو خبرو پېلولو ته ورغلي او یا یې په دې کې د دلچسپۍ څرګندونه کړې ده.''

افغان ولسمشر اشرف غني د فبروري پر ۲۸مه نېټه د کابل پروسې غونډې ته د وينا پر مهال طالبانو ته د وسلې او خبرو اترو وړانديز وکړ. نوموړي وويل چې چمتو دی طالبان د يوې سياسي ډلې په حېث ومني او دوی ته به د نورو مراعاتو ورکولو تر څنګ پر دوی د بنديزونو ليرې کولو لپاره هم هڅه وکړي. خو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته زړه نه دی ښه کړی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کوټه کې د پښتنو کلتوري ورځې لمانځغونډې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG