د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د ماشوم د وژنې په غبرګون مظاهره شوې


پراګ ـ د یکشنبې پر ورځ، له هغې وروسته چې د مردان له شيخ ملتون ټاون شپ سره نږدې د (باجوړو کورونو) نومي کلي د یو ماشوم مړی په مرموز ډول وموندل شو، د کلي اوسيدونکو د احتجاج په توګه د مردان او نوښار ترمنځ لوی سرک وتاړه او په پېښه کې د ککړو تنانو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

د کګلي خلک وايي، وژل شوی ماشوم ۷ کلن و او جسد یې په یوې بوجۍ کې بند موندل شوی دی.

د کلي اوسيدونکو له حکومته وغوښتل چې د دغه پېښې عاملين ونيسي او سزا دې يې کړي.

د مردان پوليسو يو وياند عرفان خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د يوه اووه کلن ماشوم مړی، چې د هغه له کلي سره په نږدې يوه پټي کې په بوجۍ کې بند و ښخ کړل شوی وو، موندل شوی دی.

د پوليسو د وياند په خبره، له دوی سره د پېښې ايف ايي ار درج شوی دی او پلټنې پيل شوي دي. دی زیاتوي:

((يو ماشوم ورک شوی وو. له وژنې وروسته يې مړی د اتوار په سهار د کور خوا ته په پټو کې وموندل شو. له شيخ ملتون ټاون شپ سره نږدې د باجوړو کلي د يوې کورنۍ ماشوم وو. مړۍ يې په بوجۍ کې بند کړل شوی وو. د پېښې ايف ايي ار درج شوی او پوليسو پلټنې پيل کړي دي.))

رپورټونه وايي، وژل شوی ماشوم د کلي د يو مزدور زوی وو.

د مردان ميډيکل کمپليکس وياند ويلي چې د ماشوم مړی د پوسټ مارټم لپاره دغه روغتون ته وړل شوی وو.

د رپورټونو تر مخه، تر دې مخکې د ماشومانو په داسې مرموز ډول د وژنو لږ تر لږه دوه پېښې د روان کال په اوږدو کې په مردان کې شوې دي.

د سيمې اوسيدونکي شک څرګندوي چې پر ماشومانو اول جنسي تېری وشي او وروسته بيا ووژل شي.

XS
SM
MD
LG