د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پيژندپاڼو د وېش لپاره ځوانان په دندو ګمارل کېږي


له ځوانانو او بېغلو ازموینه اخېستل کېږي.
له ځوانانو او بېغلو ازموینه اخېستل کېږي.

ننګرهار ـ په ننګرهار کې د ثبت احوال نفوس ادارې ته د کاغذي تذکرو د وېش لپاره کارکوونکي د يوې ازموينې له لارې په دندو ګمال کېږي. چارواکي وايي چې ۲۰۷ تنه کارکوونکي به د شپږو مياشتو لپاره په دندو ګماري چې هره میاشت به شل زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې لپاره به ټاکنې د هويت په پېژندپاڼو تر سره کېږي. په همدې خاطر افغان دولت اعلان کړی چې په ټول ملک کې دې لس ميليونو خلکو ته کاغذي پېژندپاڼې ورکړل شي. په همدې موخه د ننګرهار د ثبت احوال نفوس ادارې په يوه لوبغالي کې ازموينه واخیسته.


د دغه ادارې مشر حفیظ الله پهلوان وايي چې د ازموينې لپاره څه باندې درې زره ځوانانو نوم لیکنه کړې چې يوازې ۲۰۷ تنه به ترې د وړتیا پر بنیاد پر کار ګماري:

(( باید په ټول افغانستان کې لس ميلیونه کاغذي تدکرې یانې پخوانۍ تذکرې توزیع شي. راروان انتخابات په همدې تذکرو دی، دوه سوه اوه بسته ننګرهار ته اعلان شوي او درې زره دوه سوه کسانو ورته ثبت نام کړی دی. شپږ میاشتیني قرارداد دی دوی به په ولسواليو کې کې خلکو ته تذکرې توزیع کوي چې هرې ولسوالۍ کې موږ نهه تنه په دندو ګمارو.))

د ننګرهار ولایتي شورا استازي اجمل عمر په ننګرهار د بې روزګارۍ په تړاو اندېښنه تر سره کړه چې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده:

(( د ننګرهار لپاره چې د ثبت احوال نفوس لپاره دوه سوه اوه بستونه اعلان شوي، دلته چې ما دا خلک وکتل، ځوانان مو وکتل، تاسو باور وکړئ چې ځینې يې د ماسترۍ ډګري لري، هغوی هم د پروژې قرارداد لپاره ازموینه ورکوي. د بې کارۍ نه خلک دومره تنګ راغلي چې مقصد يو کار تر لاسه کړي چې دې وطن ته خدمت وکړي.))

يو تن لسانسه ځوان وايي چې مخکې يې هم د کار موندنې لپاره څو ځایه ازموینه ورکړې چې لا هم بې روزګاره دی، ده تمه څرګنده کړه چې په دې ازموینه کې به بریالی شي:

(( نوم مې بختي جان دی، د ننګرهار اوسېدونکی يم، اقتصاد پوهنځي نه فارغ یم، اوس دلته راغلي یم چې ازموینه ورکړم او ځانته کار پیدا کړم، له دې وړاندې مې هم په څو ازموینو کې ګډون کړی و، اوس بیا راغلی یم چې که خدای کول په دې ازموینه کې بریالی شم، هم خپلې کورنۍ کورنۍ ته نفقه وګټم او هم وطن ته خدمت وکړم.))

د ننګرهار د ثبت احوال نفوس ادارې چارواکي وايي چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ به د دې ازموینې نتایج د ملي راډيو ټلویزون څخه خپرېږي او هر هغه څوک چې په خپله وړتیا دې پروسې ته بريالی شوی وي، له مخې سره به په دندو ګمارل کېږي.

XS
SM
MD
LG