د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه روانه ده


په کوټه کې د پښتون تحفظ غونډه
په کوټه کې د پښتون تحفظ غونډه

پراګ ـ جلسې ته ګڼ خلک او د سازمانونو استازي او مشران ورغلي دي. د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې، د هزاره ډېموکریټېک پارټۍ غړي او مشران، د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو څخه خلک او د اسلام اباد د قایداعظم او اسلامي پوهنتون زده کوونکي د ډلو په صورت کې نن د جلسې ځای ته رسېدلي دي.

دا خلک چې جلسه ګاه ته ورتلل نو په لاسونو کې یې د وژل شویو وکیلانو او ورکو کسانو انځورونه نیولي ول. د جلسې په ځای کې یو شمېر بینرې لګېدلې دي او فعالان خلکو ته وینا ګانې کوي.

د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه
د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه

نواب ایاز خان جوګیزی جلسې ته د وینا پر مهال وویل،پښتانه پر خپل لونګي فخر کوي، خو کله چې پنجاب ته ځي دوی اړ کېږي چې پټې یې کړي ځکه چې بیا هلته په یو او بل نوم ځورول کېږي. بیا زموږ ځیني مشران هغو خلکو ته لونګۍ په سروي چې نه پښتانه دي او نه یې هم په قدر پوهېږي.

لیکوالې او مدني فعالې وړانګې لوڼۍ جلسې ته په وینا کې وویل، د پښتون قام بقا او پر خپله خاوره امن او د خپلو وینو حساب غواړي. هغې زیاته کړه چې د دغو احتجاجونو له لارې د واکمنانو نه د خپلو پوښتنو ځواب غواړي. لوڼۍ زیاته کړه چې په پښتنو سیمو کې د هغوی د رضا خلاف پوځ عملیات کوي. دوی د امن پر ځای پښتانه دربدروي. پښتانه ځوانان پورته کړل شي او بیا ورک شي بیا یې مړي موندل کېږي. دا کیسه باید نوره ختمه شي.

د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه
د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه

د جلسې یو مشر امان بازۍ وویل، په پاکستان کې له هنده کډه شوي خلک واکمنۍ ته ورسېدل، خو له افغانستانه کډه شوي خلک څلوېښت کاله پس هم کډوال ګڼل کېږي او بده رویه ورسره کېږي.افغان کډوال په بیلا بېلو نومونو په افغانستان کې جنګ ته لمسول کېږي.

د هزاره کمیونټي یو مشر رضا وکیل په خپله وینا کې وویل چې د بلوچستان هزاره ورورولي د نقیب مسود او مشال خان په درد ځکه ښه پوهېږي چې د هرې هزاره کورنۍ دننه همداسې ځوانان وژل شوي. نوموړي وویل دې جلسې ډېره ډاډګېرنه ورکړه چې اوس به که خیر وي ټول په شریکه د یو بل پوښتنه کوي.

د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه
د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه

​تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي وو چې دی او ملګري يې د پښتنو د بې عدالتي وژنو او بې درکه کسانو د موندلو لپاره راوتلي دي. ​د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتين په مشرۍ د جمعې په سهار د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه روان شو او په قبايلي سيمه درازنده کې له ولسي غونډې وروسته يې مازيګر په ږوب ښار کې ولسي غونډه وکړه. له هغه وروسته يې د خالي پر ورځ یې په قلعه سيف الله کې ولسي غونډه وکړه او د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې جلسه کوي چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو ګډون پکې کړی.

XS
SM
MD
LG