د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، پاکستان له افغانستانه مشخصې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي مشال راډیو ته ويلي، دوی په تېرو څو کلونو کې له پاکستانه پرلپسې یوه روښانه غوښتنه کړې او هغه دا چې له ترهګرۍ او سختدريځۍ څخه دې په افغانستان کې د یوې وسیلې په توګه کار نه اخلي.

نوموړي زياته کړه، له پاکستانه یې غوښتي چې د دولتونو په کچ ورسره کښېني او پر ټولو ستونزو ورسره بحث وکړي.

د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې دې لوړ پوړې افغان ډیپلوماټ د پاکستان د غوښتنو په اړه وویل، پاکستان په بحثونو کې په تفصيل خپلې غوښتنې په روښانه توګه نه وایي، خو موږ ویلی شو چې ځانګړې غوښتنې لري چې د بحث وړ دي او موږ چمتو یو چې بحث پرې ورسره وکړو.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل، د پاکستان یوه اندېښنه د افغانستان او هند ترمنځ نېږدې اړیکې دي، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان نه غواړي چې افغانستان او هند دې نېږدې اړیکې ولري، حکمت خلیل کرزي وویل:

حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

"مشخص نه وايي، خو دا په ډېر وضاحت وايي چې ستاسو دوو هېوادونو استخبارات چې د افغانستان ملي امنیت دی او د هند استخبارات دي په خپلو کې نږدې اړیکې لري، پخوا یې دا هم ویل چې په افغانستان کې هند ۱۲ کونسلګرۍ لري، ډېر داسې مسایل شته چې حقیقت نه لري، له همدې کبله مو ورته ویلي چې راشئ، او زموږ سره کښېنئ."

کرزي که څه هم ونه ویل چې ګوندې پاکستان ترې د ډیورند کرښې په اړه کومه غوښتنه لري، خو ویې ویل چې د ډیورند بحث د افغانستان د حکومت له واکه پورته دی.

هغه وویل: "دا د افغانستان د خلکو او لویې جرګې بحث دی، د قومونو بحث دی او په یو لوی چوکاټ کې باید دا بحث وشي."

د دې پوښتنې په ځواب کې پاکستان چې مخکې همکاري ونه کړه، ولې فکر کوئ چې اوس به همکاري وکړي؟ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې اوس یو څه بدلونونه راغلي دي، پر پاکستان فشارونه زيات شوي دي، په ځانګړې توګه د امریکا او نړیوالو سازمانونو له خوا.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په پېښور کې د بېوزلو لپاره روژه ماتی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG