د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتون: د پښتنو غیر عدالتي وژنې دې بندې شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په ژوب کې یوې لویې ولسي غونډې ته چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه وویل، په زرګونو ورک پښتانه باید خوشې کړل شي او که یې جرم کړی وي عدالتونو ته دې وړاندې شي.

منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، چې د پښتنو له ټولو سیمو دي پوځي او ملېشه چیک پوسټونه یا ختم کړل شي یا دې لېویز ته وسپارل شي، د نوموړي په خبره پر دغو چیک پوسټونو بیا بیا د پښتنو بې عزتي کېږي:

"د خپل کاروبار او ډالرو په خاطر په دې ملک [پاکستان] کې د پښتنو وینه تویول کېږي، موږ د پاکستان تر آیین لاندې غوښتنه کوو چې څوک دې غیرعدالتي مرګونه نه کوي، دوی یې ولې کوي؟ که د آیین خبره پخه وي نو سزا دې ورکړي"

جلسې ته په وینا کې د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید وویل:

"د پاکستان له جوړېدو تر ۲۰۰۲م کاله پورې یې په فلمونو، ډرامو او کتابونو کې ویل چې پښتون بېوقوف [ناپوه] دی، ترهګر تنظیمونه ده جوړ کړي وو، خو زما کمیس پرتوګ او زما د عزت دستار یې د ویرې علامتونه کړل او پښتانه یې ترهګر ونومول."

په جلسه کې د راو انوار د نیولو، د ترهګرۍ پرضد او د پوځي او ملېشه چیک پوسټونو د ختمولو شعارونه هم ورکړل شول او په وار وار د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ملاتړ نارې وهل کېدلې.

په جلسه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند، تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند او نورو ګوندونو مشرانو د پاکستان ریاستي پالیسۍ وغندلې، چې وایي پر پښتنو یې د ترهګرۍ په نامه جګړه ور تپلې ده.

د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر محمد انور مندوخېل جلسې ته وویل:

"زموږ خویندې او ځوانان محفوظ نه دي، پر موږ پردۍ جګړه را تپل شوې ده، وزیرستان ته ۱۵۰۰۰ عرب جنګیالي چا راوستي وو؟ چا ساتل او مالي مرسته یې ورسره کوله؟ خو نن ما [پښتانه] ته ویل کېږي چې ته ترهګر یې"

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر رضا محمد رضا په خپله وینا کې وویل، له څلوېښتو کلونو راهیسې د استعماري پالیسیو له کبله افغانستان او د پاکستان پښتانه په جګړه اخته دي، په لکونو انسانان یې و وژل، وطنونه یې ور ویجاړ کړل، په میلینونو خلک یې هجرت ته اړ کړل او لا یې ژوند ته نه پرېږدي:

"د ټول پښتانه اقتصاد یې ور ختم کړ، په جګړۍ او ترهګرۍ یې وځپل او اوس ټول پښتون یې له خپلو کورونو بې کوره او په ټول پاکستان کې ووېشل، خو نن یې نه په لاهور کې پرېږدي نه یې په کراچۍ کې پرېږدي، دا وخت د ټول پښتانه سر او مال، عزت او ناموس په خطر کې دي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتین په مشرۍ نن د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې روان شو، په درازنده او شېراني ضلع کې یې سلګونو خلکو هرکلی وکړ.

د بلوچستان په پښتني سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې نن د دې صوبې په ږوب سیمه کې پیل شوې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو پکې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG