د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانوژونکي برید نهه تنه وژلي، ۱۸ ژوبل


د کابل امنیه قومنداني وايي د شپږمې امنیتي حوزې په یوه اړونده سیمه کې د نن د جمعې ورځ یو ځانوژونکی بريد شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ښاغلی رحیمي وايي، په دغه برید کې د یوه پولیس سرتېري په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ولسي وګړي ژوبل دي: "یوه ځانوژونکي بریدګر غوښتل دغو مراسمو ته ځان ورسوي خو په ۳۰۰ میټرۍ کې يې یو امنیتي کمربند وو. په همدغه لومړي کمربند کې د پولیسو له خوا دا ځانوژونکی بریدګر پيژندل کېږي. پولیسو چې څنګه پر هغه وار کاوه خو بریدګر ترې وړاندې شو."

د رپوټونو په اساس دا ځانوژونکی برید په شپږمه امنیتي حوزه کې هغې سیمې ته نږدې شوې چې د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۳ تلین د مراسمو لپاره ګڼ خلک راټول شوي ول.

بلخوا د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې بېګا شپه نهه سیمه ییز پولیس او اوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دی.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل وسله والو طالبانو افغان پوځیانو ته دا مرګژوبله په خواجه غار ولسوالۍ کې اړولې ده.

د تخار د والي د ویاند په خبره په دې حمله کې ۹ نور سیمه ییز پولیس او څلور د ملي اردو سرتیري ټپیان دي.

هغه وویل طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده او د سیمه ییزو پولیسو پوسته بېرته د افغان پوځيانو په لاس ورغلې ده.

XS
SM
MD
LG