د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسيقۍ د ازادۍ ورځې په لمانځغونډه کې څه خبرې وشوې؟


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې مو له دوو تنو هنرمندانو، ارشد حسين او راشد خان سره د دوی د هغې غونډې په اړه خبرې وکړې چې د مارچ پر درېيمه يې په پېښور کې د موسيقۍ د ازادۍ ورځې د لمانخلو لپاره جوړه کړې وه.

دا هنرمندان وايي، په غونډه کې یې د موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو مخې ته ستونزې په ګوته او د هغو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.

دوی هيله من دي چې د خيبرپښتونخوا حکومت د کلتور پالېسۍ عملي کېدو په صورت کې به د سيمې هنر وده وکړي.

د ارشد حسين او راشد خان دا خبرې او څو سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG