د کندهار چارواکي وايي د دغه ولایتپه میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۶۰ وسله وال طالبان وژل سوي او په زیات شمیر نور ټپیان سوي دي.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت مشال راډیو ته وویل چي بېګاه شپه د کندهار د شاولیکوټ، خاکریز او د هلمند ولایت د یو شمېر ولسوالیو وسله وال د میوند ولسوالۍ د چشمو په سیمه کې راټول شوی وو د دغه سیمې پر امنیتي پوستو يې بریدونه پیل کړه.
د خوشبخت په وینا همحاله د ناټو د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواک د امنیتي ځواکونو مرسته کړي او دغه وسله وال يې د هوا څخه په نښه کړي.
خوشبخت زیاتوي چې په دغه هوايي حمله کې ۶۰ وسله وال ووژل شول او په زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي چې د وسله والو په حمله کې یو پولیس هم وژل شوی دی.
"د چشمو په سیمه کې دغه راټولو شویو وسله والو لومړی د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړي چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو د هوايي ځواک مرسته غوښتي هغوي بمبار کړي ۶۰ وسله وال وژل شوي او په زیات شمېر نور ټپیان شوي دي."
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په تیرو دو میاشتو کې دوهم ځل دي چې چارواکي په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد د خونړیو حملو خبر ورکوي.
د تیري د لوي میاشتي پر ۱۲نېټه هم چارواکو په میوند ولسوالۍ کې د ۸۳ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړي وو چې یو شمېر ځايي سرچینو او وسله والو طالبانو د وژل شوي کسانو ډېره برخه ولسي وګړو بللی وه.
راپور : صادق رښتینی