د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ښځو لپاره کارونه ولې نه شته؟


ملګرو ملتونه وايي پاکستان د ایران او منځني ختیځ په شمول يو له هغو هېوادونه څخه دی چې د ښځو لپاره د روزګار موقعې پکې لږ او د ښځو د بېروزګارۍ شرح پکې زیاته ده. په راپور کې ویل شوي چې په منځني ختیځ کې ۱۹ فیصده ښځې او په سوهېلي اسیا کې ۲۸ فیصده ښځې کار کوي.

د ملګرو ملتونو د کارګرانو نړیوال سازمان دا راپور د مارچ پر اوومه خپور ړی چې پکې راغلي د ۱۴۴ هیوادونو په درجه بندۍ کې په پاکستان، شام، سعودي عرب، یمن او ایران کې د ښځو لپاره روزګار ډېر کم دی او بلخوا هغوی ته په کار کې ډېره کمه ونډه ورکول کېږي.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او سياستواله پلوشه عباس وايي چې په پاکستان کې که يو خوا ښځو ته د کار کولو موقعې نه ورکول کېږي نو بلخوا د مواقعو ورکولو وروسته هغوی ته اړينې اسانتياوې نه ورکول کېږي.

نوموړې وايي چې په پاکستان کې ښځې د ماشومانو پالنه او روزنه او ورسره د کور نور کارونه کوي نو د سهار له نهو بيا د مازيګر تر پنځو بجو د دوی لپاره کار کول ډېر ګران شي. د نوموړې په وينا په دې هېواد کې د ماشومانو لپاره وړکتونونه هم ډېر کم دي چې ښځې د کار پر وخت خپل ماشومان هلته پرېږدي.

پلوشه عباس زياتوي چې په پاکستان کې دا رجحان ډېر کم دی چې ښځې بايد څه ډول کارونه وکړي او دوی ته څه ډول اسانتياوې ورکول په کار دي.

دا چې په پاکستان کې د ښځو په کار يا روزګار کې له کومې خوا خنډونه رامنځ ته کېږي؟ پلوشه عباس حکومت او کورنۍ دواړو ته ګوته نيسي. د نوموړي په وينا يو خوا حکومت ښځو ته په داسې مواقع ورکولو کې پاتې راغلی چې هغوی ته اسانه وي نو بلخوا ښځو ته تعليم ډېر کم ورکول کېږي او د ټولنې يا کورنۍ لخوا ته تشويق کېږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې پر مخ راغلي چې په منځني ختیځ کې د ښځو د بېروزګارۍ کچ د سړو په پرتله دوه چنده دی يعني په دې سيمه کې د ۱۶،۳ فیصده په پرتله دغه کچ ۶،۸ فیصده جوړېږي. بلخوا هلته د ښځو تنخواګانې هم کمې دي.

د ملګرو ملتونو د اړوند چارو یو کارپوه ويلي چې په منځني ختیځ کې د ښځو د کار لپاره مراعات او تشويق نشته.

XS
SM
MD
LG