د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سوپر لیګ: کویټه ګلیډيټرز ملتان سلطان ته ماتې ورکړه


پراګ ـ د پاکستان سوپر لیګ په سلسله کې په دوبۍ کې کویټه ګلیډیټرز بیګا په یوه خوندوره لوبه کې ملتان سلطان ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې ټاس کویټه ګلیډیټرز ګټلی و او ملتان سلطان ته یې د لومړی بيتڼګ کولو موقع ورکړه. ملتان سلطان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په تاوان ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

د ملتان سلطان په پاڼۍ کې د شعیب ملک خوندورې ۶۵ منډې شاملې وې. په نورو لوبغاړو کې شعیب مقصود ۲۷ او سهیل تنویر ۱۹ منډې جوړې کړې.

د کویټه ګلیډیټرز له غاړې راحت علي ۳ او انور علي ۲ وی:ټې واخېستې.

د ملتان سلطان د ۱۵۳ منډو په تعاقب کې کویټه ګلیديټرز ښه لوبه پیل کړه. اسد شفیق او واټسن لوبه تر ۴۸ منډو ورسوله. بیا لومړۍ ویکټه ولوېده او واټسن اوټ شو. تر هغې وروسته د کوټې لوبډلېلوبغاړي یو په بل پسې اوټ کېدل شروع شول.

په اخري اور کې په شپږو بالونو ۶ منډې پکار وې. نندارچیانو د یوې خوندورې لوبې ننداره کوله. خو اخر بخت د کویټې لوبډلې سره یاري وکړه او د حسن خان شپږیزې لوبه د دوی په نوم کړه. ملتان سلطان تر دې وړاندې په پاکستان سوپر لیګ کې ډیری میچونه ګټلي وو.

XS
SM
MD
LG