د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د سېنېټ د مشر او مرستیال ټاکلو لپاره هلې ځلې تېزې شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ اسلام اباد یو وار بیا د سیاسي خوزښت ننداره وړاندې کوي. مسلم لیګ ن او پاکستان پیپلز پارټي د سېنېټ د نوي مشر او مرستیال د ټاکلو لپاره د نورو ګوندونو له مشرانو سره په تماس کې دي.

د رضا رباني او ارواښاد مخدوم امین فهیم ارشیف انځور
د رضا رباني او ارواښاد مخدوم امین فهیم ارشیف انځور

د چارشنبې په ورځ د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي، د جمیعت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان او د نورو ګوندونو له مشرانو سره د ملاقات پر مهال په دې اړه سلا مشوره وکړه. نوموړي وروسته رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل:

(( رضارباني د سېنېټ ښه مشر پاتې شوی، نو موږ دې ته تیار یو چې که هغه دوباره د همدې چوکۍ لپاره نوماندیږي نو موږ به یې ملاتړ کوو. ))

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف

سېنېټر رضا رباني د پاکستان پیپلز ګوند سره تړاو لري، په داسې حال کې چې د مسلم لیګ ن ګوند پخوانی مشر نواز شریف وايي چې هغه او نور اتحادي ګوندونه یې د دې خبرې طرفداره دي چې نوموړی دې یو وار بیا د سېنېټ چیرمین وټاکل شي، د پاکستان پیپلز ګوند بیا دا خبره نه مني. د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پيپلز ګوند شریک مشر اصف زرداري د چار شنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:

(( د نواز شریف له وړاندیزه مننه، خو زه دا نه غواړم.))

پخوانی ولسمشر اصف زرداري
پخوانی ولسمشر اصف زرداري

د سېنېټ د تازه انتخاباتو د نتایجو له مخې اوس مهال په سېنېټ کې مسلم لیګ ن ۳۳ او د پاکستان پیپلز پارټي ۲۰ غړي لري، خو د سېنېټ د مشر د ټاکلو لپاره باید یو کاندید ۵۳ رایې خپلې کړي. په اسلام اباد کې مېشت خبریال او د سیاسي چارو شنونکی حسن خان اوسني صورت حال ته داسې ګوري:

(( که د سېټونو شمېرې ته وکتل شي، نو بیا خو واضحه ده چې مسلم لیګ ن تر ټولو مخکې دی او امکان لري چیرمین دوی وټاکي، خو بل پلو اصف زرداري د سیاسي جوړجاړیو لپاره مشهور دی نو هغه هم کولی شي، د نورو ګوندونو سره په شریکه د سېنېټ د مشرۍ لپاره خپل نوماند وړاندې کړي.))

حسن خان وايي که مسلم لیګ ن خپل نوماند د سینیټ د مشر په توګه ټاکي نو په هغو کې د سېنېټر مشاهدحسین سید، سردار یعقوب ناصر، پروېز رشید او راجا ظفرالحق نومونه د یادولو وړ دي. بل طرف ته که پیپلز پارټي د رضا ربانې نه خوشاله نه برېښي نو بل نوماند یا نومانده یې څوک کیدی شي؟ هملته په اسلام اباد کې خبریال نوید صدیقي راته وویل:

(( د پاکستان پیپلز پارټۍ کې دننه زموږ سرچینې وايي چې کېدای شي سلیم مانډي والا یا شیري رحمان د دې چوکۍ لپاره کاندید شي.))

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د مسلم لیګ ن او د پاکستان پیپلز پارټۍ نه پس د پاکستان تحریک انصاف ګوند په دريم لمبر دی او د سېنېټ ۱۲ څوکۍ لري، خو د یاد ګوند مشر عمران خان په تېرو وختونو کې هم د نواز شریف او هم د اصف زرداري خلاف وار په وار سخت بیانونه ورکړي. کارپوهان وايي نوموړي له به پکار وي چې د دواړو رقیبو ګوندونو څخه لږ تر لږه یو سره لاره یوه کړي.

XS
SM
MD
LG