د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد ښار کې ځانوژونکي بریدګر د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني او د هغه ساتونکی وژلي او ۱۶ تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې نن ماسپښين څه باندې درې بجې د حج او اوقافو د رييس عبدالظاهر حقاني په موټر ځانوژونکی بريد تر سره شو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼی وايي چې په دغه پېښه د حج او اوقافو رییس او د هغه ساتونکي وژل شوي او شپاړس تنه ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.


''نن له غرمې وروسته ماسپښین لس باندې درې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د حج او اوقافو ریاست ته څېرمه د حج او اوقافو د رييس عبدالظاهر حقاني په کورولا موټر باندې پلي ځانمرګي بريدګر بريد کړی چې په نتيجه کې يې د حج او اوقافو ریيس او د هغه ساتوونکي شهیدان شوي او ۱۶ تنه ملکي وګړي پکې ټپیان دي.''

د ذکر وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د سرخرود ولسوالۍ اړوند هجرت کلي کې چې د نوموړي پلرنی کلی دی، د جمعې له لمانځه وروسته ولسي غونډې ته د وینا پر مهال هم په نوموړي ځانوژونکی بريد شوی و چې د هغه د ورور په ګډون په کې څو تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

څېرې - له رنګینه حمیدي سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:36 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG