د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ښځو لپاره مارکېت جوړېږي


په جلال اباد ښار کې د څه باندې پينځه ميليونو افغانیو په ارزښت د ښځو د مصنوعاتو لپاره د مارکېټ د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د سوداګرو مېرمنو ته د هغوی د تولیداتو لپاره بازار موندنه وشي او اقتصادبه يې پياوړی شي.

د سوداګرو او صنعتکارو میرمنو د تولیداتو لپاره د مارکېټ د بنسټ ډبره د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د ښځو په پارک کې کېښودل شوه.
د بنسټ د ډبرې د ایښودو پر مهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، دا مارکېټ به په راتلونکي کې سوداګرو مېرمنو ته د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې يو ښه فرصت وي:

(( د ښځو په بڼ کې يو سوداګریز مارکېټ چې د پينځه اعشاریه شپږ میليونو افغانيو په ارزښت به جوړېږي، شپږ ويشت دوکانونه به ولري، دا به په راتلونکي کې د ښځو د تجارت او سوداګرۍ په برخه کې ډېر ښه فرصت وي.))

په ننګرهار کې په زرګونو مېرمنې په لاسي صنایعو جوړولو بوختي دي. د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشره انیسه عمراني وايي چې د مارکېټ په جوړېدو سره دوی په یوه مرکز راټولې شي چې تولیدات به يې ښه بازار ومومي:

(( ننګرهار ولایت ډېري لاسي صناعې لري خو تر دې دمه پراګنده دي خو وروسته له دې نه به د دوی لاسي صناعې منسجمې شي. دا مارکېټ د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره يو مثبت ګام دی.))

شریفه احمدزۍ چې په ننګرهار کې د قالین جوړولو مېرمنو مشري کوي، نوموړي وايي چې د مارکېټ په جوړېدو سره به يې د بازار موندنې ستونزه حل شي:

(( تولید لرو خو د تولید لپاره مو ځای نه لرلو، نن موږ هغې ورځې ته ورسېدو. زموږ لپاره يو بنیادي مارکېټ جوړېږي او نن يې تیږه کېښودل شوه.))

د ننګرهار ولایتي شورا غړې حبیبه کاکړ په مسوولینو غږ وکړ چې د مارکېټ په جوړېدو کې معیار په پام کې ونیول شي:

(( هیله مې دا ده چې د مارکېټ په جوړېدو کې مسوولین باید زیاته توجه ولري، ځکه چې د دې لپاره کلونه مبارزه شوې او اوس دا فنډ موږ ته په لاس راغلی دی. د دې په جوړېدو کې د موادو کیفیت ته باید پام وشي، ځکه دا یوه بنیادي پروژه ده.))

خو د ننګرهار د ښارجوړلو رياست مشر عبدالقهار حیدري وايي چې د دوی د څار ټيم به وخت پر وخت د ودانۍ له کيفیت څخه نظارت کوي:

(( موږ اوس د مراقبت او څارنې اصلي مېتود چې د انجېنرۍ او تخنيک په اصلي نورمونو باید عیار وي، د هغې په بنیاد د خاورې نه نيولي د سیخ، کانکړيت او نور ټیسټونه اجرا کوو او ښه معیاري ساختمان جوړوو.))

د ننګرهار چارواکي وايي چې اوس مهال په ننګرهار کې اته ويشت زره مېرمنې د باغدارۍ او مالدارۍ تر څنګ د لاسي صنعت په برخه کې په کار بوختي دي.


XS
SM
MD
LG