د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرشنا کماري کوهلي: د زميندار له "ظلمه" د پاکستان تر سينټه


کرشنا کماري کوهلي
کرشنا کماري کوهلي

د پيپلز ګوند غړې، کرشنا کماري کوهلي د مارچ په درېيمه نېټه د ټيليويژن مخې ته په بې صبرۍ ناسته وه. چې څنګه د سېنټ د ټاکنو غېر حتمي نتيجې راغلې او د تلويزون په پرده په نوو منتخب سېنيټرانو کې د نوموړې نوم راښکاره شو نو کورنۍ يې د خوشالۍ چيغې کړي.

کرشنا د مارچ په پنځمه مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې بې صبري او خوښې يې ځکه ډېره وه چې چېرته د ټيټې طبقې يوه هندوه او چيرته د پاکستان سېنټ کې د لويو خلکو سره يو ځای کښېناستل!

اته دېرش کلنه کرشنا کماري د سيند په يوه غريب کلي نګر پارکر کې زيږيدلې ده. څلور خوېندې او دوه وروڼه لري. د کلي د نورو کوهلي هندوانو په شان د هغې کورنۍ هم د يو لوی زميندار سره په پټو کې کار کاوه.

ډېره خوشاله وم. هر څه راته لکه خوب داسې معلومېدل. ما چې د خپلې ټولنې د پرمخ بېولو کوم خوبونه لېدلي وو، هغه راته رښتيا کېدل ښکارېدل.

نوموړې وايي زميندار یې پر تره او پلار له هغه د قرض پېسو اخيستو درواغژنه دعوه کړې وه او دوی یې ګرو ساتل. ((پر موږ يې لازمي کړې وه چې تاسي هیچرته نه شئ تللی. ما ته به یې ويل چې سبق به نه وايي او د پلار سره به په پټو کې کار کوي. زما په پلار يې د قرض دعوه کړې وه. ورته وېل به یې چې تر څو دې دا پور نه وې پرې کړی، هيچرته د تګ اجازه نه لري. همدلته به په پټو کې کار کوي. قرض مو نه وو اخیستې. درواغ يې ويل!))

خو د کرشنا پلار هغه له تعليمه راونه ګرځوله. نوموړې وايي پلار يې پر ځان سخته تېره کړه. د زميندار پور پرې کولو لپاره يې شپه ورځ محنت وکړ خو دا يې وهڅوله چې مخکې لاړه شي. همدا هڅونه وه چې هغې په ټولنپوهنه يا سوشيالوژي کې ماسټري وکړه او د ښځو حقونو لپاره يې مدني فعاليت پېل کړ. ډېر ژر يې سياست سره مينه پېدا شوه او د پيپلز پارټي غړېتوب یې واخیست.

پيپلز ګوند کرشنا کماري کوهلي ناهيلې نه کړه او د مېرمنو په چوکۍ يې د ۱۰۴ غړو سېنټ ته راوسته. اوس هغه د خپل خاوند او څلورو بچو سره اسلام اباد ته د تګ تیاری کوي. خوشاله ده خو وايي د پاکستان په پلازمېنه کې به خپل کنډ کپر او بې ديوالونو کور، خلک او هغوی ته پېښې ستونزې نه هېروي.

هغه زياتوي: ((زما ټولنه اوس يو اواز لري. د دوی خبره به اوس ايوان ته رسېږي. پخوا يې غږ په سيمه ييزه کچه هم چا نه اورېده. اوس به يې د مرکز په کچه خلک اوري. زه به د ښځو حقونو لپاره کار کوم. د کم عمرۍ ودونو مخنيوي لپاره کار کول غواړم.))

پلار ته مې نه ده معلومه چې سېنيټر څه ته وايي. هغه فکر کوي چې ما په اسلام اباد کې کومه لويه نوکري موندلې ده.
کرشنا کماري کوهلي

کرشنا کماري کوهلي ته له اوسه خلک خپل مسايل راوړي. د دې سره سره په کلي کې لا د خوږو ويشلو لړۍ نه ده ودرېدلې. نوموړې وايي پلار يې چې دا هر څه ويني نو ښکاره ده چې وياړي خو زياتوي چې لا هم ورته معلومه نه ده چې د لور سينيټره کېدل يې څه مانا؟

کرشنا وويل چې تر اوسه يې هغه زميندار نه دی لیدلی چې کلونه وړاندې يې د دوی کورنۍ ګرو ساتلې وه خو زياتوي چې که هغه کومه مسله درلوده نو خامخا به یې په سينټ کې راپورته کوي ځکه چې د هغې په وېنا د ټولو يو شان استازې ده.

XS
SM
MD
LG