د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ د مارچ په پنځمه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خور، سعديه عباسي او د مسلم لېګ (ن) دوه نورو غړو، نضهت صادق او هارون اختر تر څنګ د تحريک انصاف ګوند چوهدري سرور د تابعيتونو يا شهريت په اړه څېړنې وغوښتې.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن وياند، الطاف احمد د مارچ په پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د سپريم کوټ د حکم له مخې د دغو سیاستوالو د شهريت په اړه څېړنې کېږي چې په ورستيوو سينيټ ټاکنو کې بريالي شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د دوه تابعيتونو معلومول د کورنيوو چارو وزارت کار دی. هغوی به په دې اړه پلټنې کوي او موږ به له خپلو څېړنو خبروي. اوس دا مسله په عدالت کې ده. کورنيوو چارو وزارت به به د دغو سينيټرانو د شهریت په اړه عدالت ته خپل راپور ورکوي او تر هغې وروسته به د دې کسانو په اړه حتمي پرېکړه کېږي. کېداي شي دا کار درې ورځ وخت واخلي.))

  • د پاکستان سينيټ: ټول ۱۰۴ غړي
  • د مسلم لېګ (ن) ملاتړ لرونکو کانديدانو پنځلس چوکۍ ويوړي چې د پخوانيوو سينټرانو سره يې شمېر ۳۳ ته رسېږي.
  • پيپلز ګوند د دولسوو نوو چوکيوو په ګټلو سره اوس ۲۰ چوکۍ خپلې کړي.
  • تحريک انصاف ګوند د شپږو په ګټلو سره اوس دولس غړي لري.

د سينټ په ټاکنو کې د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ ګټه تر تمې ډېره بلل کېږي. دوی ټولې ۱۲ چوکۍ ګټلې دي چې پکې د خېبر پښتونخوا له صوبايي اسمبلۍ څخه دوه سينيټران انتخابېدل هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې په ياده اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند د غړو شمېر ۷ دی چې د يو سينيټر د ټاکلو لپاره هم کافي نه دي.

زموږ غړو رشوت اخيستی دی. خرڅ شوي دي.
عمران خان

په دې اړه د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د مارچ په پنځمه کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د دوی غړو خپلې رايې خرڅې کړې دي. هغه زياته کړه: ((زما د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا پرويز خټک سره خبرې شوې دي. موږ په دې اړه پوره تحقیقات کوو چې زموږ د ګوند څوک څوک خرڅ شوی دی. د يو صوبايي اسمبلۍ غړي د ضمير اخيستو بیه څلور کروړه روپۍ وه.))

د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بټو زرداري په پېسو د سينټ لپاره رايې اخيستل رد کړې دي. هغه تېره ورځ خبريالانو ته په کراچۍ کې وويل چې دوی د سم سياست په کولو سره د تمې خلاف ډېر سينيټران راوستل.

د انتخاباتو کمېشن وياند، الطاف احمد وايي دوی ټاکنې په سمه طريقه کړې او د پردې تر شا معاملو څارنه يې کار نه دی. نوموړی زياتوي: ((زموږ کار د ټاکنو کول دي. هغه مو وکړي. خلک چې د بندو دروازو تر شا څه کوي، د هغه په اړه موږ ډېر څه ځکه نه شو کولی چې د انتخاباتو کمېشن د تحقیقاتو اداره نه ده. هو، دا درته ويلی شم چې که څوک کوم ثبوت لري نو هغه دې راوړي. موږ به د مسلې تر سپيناوي ورسره يو.))

XS
SM
MD
LG