د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا سيکريټرېټ: د بجټ پېسې نه دې ضايع شوې


د فاټا سيکريټريټ چارواکي وايي چې دوی په قبايلي سيمو کې د کلني بجټ مطابق خپل کار پر مخ بيايي.

دلته د خزانې څانګې د مشر، پرسنل سيکريټري ذکريا جان د مارچ په پنځمه مشال راډيو سره خبرو کې زياته کړه چې ټولې پېسې د رغونې په کارونو نه لګي بلکې څارنې او ارزونې برخې ته هم پېسې ځانګړې شوې دي چې ډېر خلک يې نه ويني او نه يې هم حسابوي.

نوموړي ځايي قرارديان تورن کړل چې مطبوعاتو ته غلط معلومات وباسي او وي ويل: ((اوس خو د ميډيا دور دی. هيڅ شی پټ نه پاتې کېږي. زموږ کارونه ډېر ښه روان دي. [د پېسو د نه لګولو] معلومات هغه قرارديان خپروي چې غواړي ټيکې واخلي. دوی وايي چې ژر ژر ورته پېسې ورکړل شي. داسې نه کېږي. موږ غېر معياري کار نه کول غواړو.))

د فاټا پرمختيايي کارونو ادارې (FATA Development Authority) پر ويب سايټ د خپرو شوو معلوماتو تر مخه، د ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸ کال پرمختيايي بجټ څلور ويشت نيم اربه روپۍ دی.

د فاټا سيکريټ پر ويب سايټ خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې په قبايلي سيمو کې د دې کال فرورۍ مېاشتې پورې د بې ځايه شوو کډوالو لپاره د کورونو په بيا بحالۍ او نغدو مرستو نيزدي دوه اربه روپۍ لګېدلي دي.

له پاکستانه خپرېدونکې ورځپاڼې ايکسپريس ټېريبيون په يو راپور کې ادعا کړې چې له دغو پېسو ۷۶ فېصده لا هم نه دې لګول شوي. د ورځپاڼې په خبره له دې وجې د قبايلي سيمو ستنېدونکو بې کوره کړل شوو خلکو ته ډېرې ستونزې په مخ کې دي.

د بشري مرستو ملګرو ملتونو ادراه، (UNOCHA) د شمېرو تر مخه د ۲۰۱۵ کال راهيسې په پاکستان کې دوه لکه او دوشپېته زره بې کوره کړل شوې کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوې دي او دوه څلوېښت زره لا هم د کډوالۍ ژوند کوي.

په فاټا سيکريټريټ کې د خزانې څانګې د مشر پرسنل سيکريټري ذکريا جان مني چې کارونه يې قرار روان دي خو ادعا کوي چې د دوی دا احتياط د درغليوو مخنيوي لپاره دی.

نوموړی زياتوي: ((داسې نه شو کولی چې بس هسې شګې او سيمټ سره ولګوو. غېر معياري کار نه شو کولی. دې کې خو زموږ د سرکاري ملازمينو بې عزتي کېږي. زموږ څارونکي چارواکي بېلابېلو سيمو ته ځي او هلته کارونه له نيزدي ګوري.))

د بشري مرستو ملګرو ملتونو ادراه، (UNOCHA) پر خپل ويب سايټ ليکلي چې پاکستان کې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې ځايه شوو سره د ۱۲۸ ميليونو ډالرو د مرستې ضرورت دی. د دې ادارې په خبره کومې مرستې چې تر اوسه پورې شوې هغه يوولس ميليونه ډالر دي.

XS
SM
MD
LG