د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېلا بېلو سیمو ځوانان اهنګ کده کې موسیقي زده کوي


پراګ - د ملاکنډ د تاڼې کلي بلال خان بلال په ملاکنډ پوهنتون کې د خپلو زده کړو ترڅنګ له رباب سره هم خپل شوق ته دوام ورکړ او په سيمه کې د يوه تکړه رباب غږوونکي په توګه يې نوم وګاټه.

نوموړی د لوړو زده کړو لپاره اسلام اباد ته ولاړ او هلته يې محسوس کړه چې د هغو ځوانانو لپاره چې غواړي د موسيقۍ بېلا بېل الات غږول زده کړي، کوم مناسب ځای نشته.

بلال زړه وکړ او د خپلو ځينو ملګرو په مرسته يې اهنګ کده جوړه کړه.

((اهنګ کده، چې زما ميوزک اکاډمي ده، زه ورته د سورونو کور ويلای شم. د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر شپږمه موږ د دې باقاعده پرانيسته وکړه. تر اوسه پورې موږ تر ۲۰ پورې زده کوونکي لرو. د رباب د زده کړې لپاره ۱۱ کسان راځي. دغه راز د وايلن، ګېتار، طبلې او پيانو زده کوونکي لرو. په وروستيو کې مو د انځورګرۍ يو کورس هم پيل کړی. زموږ اکاډمۍ ته نجونې هم راځي. موږ د صنف [یا جنس] پر بنياد توپير بايد و نه کړو. د هلکانو په څېر نجونو ته هم بايد د موسيقۍ د زده کړو موقعې په لاس ورکړل شی.))

اهنګ کده، بلال خان بلال جوړه کړې
اهنګ کده، بلال خان بلال جوړه کړې

بلال زياتوي، دوی د اهنګ کدې لپاره ووبپاڼه هم جوړه کړې او خلک کولای شي له ده سره د داخلې لپاره انلاين فارم وکاروي.

((اهنګ کده ټکی کام زموږ ووبپاڼه ده. موږ پرې د داخلې فارم ورکړی دی. له يوه زده کوونکي د مياشتې ۵۰۰۰ روپۍ اخلو، او ۵۰۰۰ نورې هغه ده چې د داخلې پر وخت بايد جمع شي. په اوونۍ کې دوه کلاسونه لرو، هغه هم په کاري ورځو کې، يانې د ګل نه تر زيارت ورځې پورې. پر دې سربېره د ميوزک سيشنز هم لرو. يو هنرمند دعوت کړو او هغه د ټولو زده کوونکو پر وړاندې د خپل فن مظاهره وکړي. هغه کسان چې وغواړي په اهنګ کده کې موسيقي زده کړي، کولای شي په اېف ۱۱ مرکز کې د سيليکټ سېنټر پلازې په درېيم پوړ کې زموږ دفتر ته راشي.))

د کلاسيکې موسيقۍ څومره زده کړې چې ما په تېرو دوو مياشتو کې کړي، په تېرو درو کلونو کې مې نه وې کړې.
نعمان اسلم

د ګلګت بلتستان نعمان اسلم، چې د اسلام اباد په يو پوهنتون کې زده کړې کوي، له بلال خان بلال څخه د رباب زده کولو لپاره اهنګ کدې ته ځي.

اسلم وايي، رباب يې د خوښې ساز دی او بلال يې ورته په ډېره ښه توګه ورزده کوي.

((زه د ګلګت بلتستان يم او رباب زموږ له کلتور سره هم اړه لري. زموږ خوی بوی هم پښتو ته زيات ورته دی. بله دا چې د رباب او زموږ د موسيقۍ د يوې الې، چې چرده ورته وايو، اوازونه هم سره نيږدې دي. نو ځکه ما وغوښتل چې رباب غږول زده کړم. بلال صاحب ډېر ښه کار کړی چې موږ ته يې په اسلام اباد کې اکاډمي جوړه کړې. زه يو شمېر استادانو ته تللی يم، خو هغوی به پيسې رانه واخيستې او څه به يې رازده کول نه. د کلاسيکې موسيقۍ څومره زده کړې چې ما په تېرو دوو مياشتو کې کړي، په تېرو درو کلونو کې مې نه وې کړې.))

شنونکي وايي، په پښتنو کې له ښکليو هنرونو، په تېره له موسيقۍ سره علاقه لرونکي خلک ډېر دي. دوی وړانديز کوي چې د اسلام اباد په څېر د خيبرپښتونخوا په پېښور او يو شمېر نورو ښارونو کې هم اهنګ کدې ته ورته د موسيقۍ د زده کړو مرکزونه بايد جوړ شي.

XS
SM
MD
LG