رپورټ: احمد تکل
پراګ - د فرانسې خبري اژانس لیکي، اکثر امریکايي سرتېري چې اوس اوس افغانستان ته رسېدلي، د افغانستان په جګړه کې د ګډون تجربه لري او له پوځي روزنې وروسته په پښتو او دري ژبو څه ناڅه پوهېږي.
دا سلګونه سرتېري په خپله خوښه افغانستان ته تللي او د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند ټام ګریسبیک وايي، دوی له خپلې دندې سره خورا زیاته مینه لري.
د دې سرتېرو او د افغانستان په ماموریت کې د شاملو نورو امریکايي پوځیانو ترمنځ فرق دا نه دی چې دوی د جګړې تجربه لري بلکې اصلي توپیر یې دا دی چې دوی به د جبهې په لومړۍ کرښه کې د افغان پوځ د کنډکونو پر کچ ګزمې کوي او د هېلمند او ننګرهار ولایتونو په ګډون په ټول افغانستان کې به دنده ترسره کوي او ځکه به له زیات خطر سره لاس، ګرېوان وي.
د افغان پوځ د روزنې لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو پروګرام اوس مهال تر ډېره ځانګړي ځواکونه یا کمانډو پرمخ بیايي او تمرکز یې هم د عادي ځواکونو پرتله د افغان کمانډو ځواک پر روزنه دی.
د ډیموکراسیو د دفاع د بنسټ لوړرتبه څېړونکی، د افغانستان د چارو کارپوه بېل روګیو وايي، افغانستان ته د دې سرتېرو استول پرځای اقدام دی خو دی زیاتوي چې دا کار ښايي محدود اغېز ولري. فرانس پرېس اژانس د روګیو له قوله لیکي چې وايي، په دې کې شک لري چې دا کار به د جګړې د ډګر په څنډو کې وضعیت بدل کړي، په ریښتیا به هم د بدلون باعث شي، د طالبانو د پرمختګ مخه به ونیسي او هغوی به مات کړي.
خو امریکايي قوماندانان وايي، افغانستان ته د نویو سرتېرو استول، د هوايي حملو زیاتول او د پاکستان په ګډون د سیمې لپاره نوې ستراتیژي به د طالبانو له ماتولو سره مرسته وکړي.
امریکايي چارواکي وايي، د افغانستان ۶۴ فیصده وګړي د افغان حکومت تر ولکې لاندې اوسي، په ۱۰۰ کې ۱۲ د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې او پاتې یې په لانجمنو سیمو کې ژوند کوي.
امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپل نوي پوځي ماموریت لپاره ډېر لوړ هدف نه دی ټاکلی بلکې هیله لري چې نوي سرتېري به د دوو کلونو په اوږدو کې د حکومت د واکمنۍ ساحه په سلو کې له ۶۴ څخه په سلو کې د ۸۰ وګړو قلمرو ته پراخه کړي.