د لاسرسي ځای

تازه خبر

دې شېپ اف واټر د غوره فلم جایزه یووړه


د اسکر نویم کال جایزې بېګا شپه د امریکا په لاس انجلس کې پر بریالیو فلمي ستوریو او هنرمندانو ووېشل شوې.

د اوبو بڼه The Shape of Water یوازېنی فلم وو، چې سږ کال یې د اوسکار د نویمو جایزو د وېش په مراسمو کې د غوره فلمبندۍ او غوره ډایرکټر په ګډون تر ټولو زیاتې جایزې وګټلې.

دې شېب اف واټر ډایرېکټر ګویلېرمو دېل تورو د اسکر جایزې اخېستو خوشالۍ وړی دی
دې شېب اف واټر ډایرېکټر ګویلېرمو دېل تورو د اسکر جایزې اخېستو خوشالۍ وړی دی

دا فلم چې ګویلېرمو دېل تورو Guillermo del Toro جوړ کړی او ۴ جایزې یې وګټلې د یوې ګونګۍ ښځې کیسه ده چې په یوه سرکاري لېبارټري کې د پاکۍ دنده لري، د خپل کار پرمهال پر یوه ماهي ډوله مرموز او عجیب الخلقه موجود مینېږي.

دېل تورو د سټیج پر سر د وینا پرمهال خپله جایزه په ټوله نړۍ کې ځوانو فلم جوړوونکو ته ډالۍ کړه. (زه ډېر ډېر ویاړم. زه غواړم خپله جایزه هر ځوان فلم جوړوونکي ته ډالۍ کړم. دا ځوانان راښيي چې کارونه څنګه کېدای شي. دوی د نړۍ په هر هېواد کې شته. زه په ماشومتوب کې د فلمونو مینه وال وم. په مکسیکو کې لویېدم او فکر مې کاوه چې دا جایزه ښايي هېڅکله ونه ګټم. خو داسې وشول.)

د ډنکېرک Dunkirk په نوم فلم چې په ۱۹۴۰ کال کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د بریتانیا حکومت له خوا د متحدو هېوادونو د کلابندو سرتېرو د ژغورنې کیسه ده درې جایزې وګټلې.

د ډنکرک فلم یو تصویر
د ډنکرک فلم یو تصویر

د غوره نارینه لوبغاړي جایزه د ډېر تیاره ساعتDarkest Hourپه فلم کې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د بریتانیا د مشر وینسټن چرچل د رول لوبولو په خاطر ۵۹ کلن ګېري اولډمن Gary Oldman ته او د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه فرانسس مک ډورمانډ Frances McDormand ته ورکړل شولې. د ایبینګ- میسوري بهر درې بیلبورډونه Three Billboards Outside Ebbing Missouri د هغه فلم نوم دی چې مېرمن مک ډورمانډ پکې اصلي رول لوبولی وو.

تري بیلبور اوټسایډ ایبینګ میسوري
تري بیلبور اوټسایډ ایبینګ میسوري

د کوکو Coco په نوم انیمېشن- کارتون فلم په دوو کتګوریو کې جایزې وګټلې، د بهرنۍ ژبې د غوره فلم جایزه د فوق العاده ښځې په نوم د چیلي هېواد یوه فلم ته ورکړل شوه او جوردان پیلې Jordan Peele لومړنی تورپوستی لیکوال شو چې د ګټ اوټ Get Out فلم لپاره د خپلې لومړۍ سناریو په خاطر یې د اسکر د غوره سکرین پلې جایزه وګټله.

XS
SM
MD
LG