د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړي ځل یوه هندوه د پاکستان سېنېټره شوه


د ارشیف انځور: د سند اسمبلۍ غړي خپلې رایې استعمالوي.
د ارشیف انځور: د سند اسمبلۍ غړي خپلې رایې استعمالوي.
احمد تکل

پراګ ـ په پاکستان کې په لومړي ځل د ټيټي طبقي یوه هندۍ د سېنټرې په توګه منتخب شوې ده. ۳۹ کلنه کرشنا کماري په سیند صوبه کې د پاکستان پیپلز ګوند غړې ده.

د پاکستان د پیپل پارټۍ غړې کریشنا کماري د دې هېواد په تاریخ کې لومړۍ هندوه ده چې د یوه مذهبي مشر مولانا سمیع الحق په وړاندې ودرېده او د پاکستان د سېنېټ د غړې په توګه غوره شوه.

کرشنا کماري مولانا سمیع الحق سره په مقابله کې ولاړه وه.

د پاکستان د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو غړو د خالي په ورځ د دې هېواد د ۱۰۴ کسیزې مشرانو جرګې د نیمايي غړو د غوره کولو لپاره رایې ورکړې او د طالبانو خواخوږي مولانا سمیع الحق چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له خوا د مېرمن کُماري په وړاندې ولاړ و، ماتې وخوړه.

په دې انتخاباتو کې د لېرې کړل شوي وزیراعظم نوازشریف ګوند چې په سېنېټ کې اکثریت لري، ترټولو زیاتې یعنې ۱۵ څوکۍ او ورپسې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري پيپل ګوند دولس څوکۍ وګټلې.

مېرمن کماري وویل، دا تصور یې هم نشوای کولای چې د سېنېټ غړیتوب ته به غوره شي. هغې اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل چې د ټولنې د محرومو او بېوزلو وګړو او د ښځو د حقونو دفاع به وکړي او همداراز د ښځو د سیاسي ګډون، تعلیم او روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په برخو کې به کار وکړي.

دا تصور مې هم نشوای کولای چې د سېنېټ غړیتوب ته به غوره شم.
کرشنا کماري

په پاکستان کې چې اسلامپالې افراطي ډلې خورا زیات نفوذ لري، له هندو، سک، عیسوي او نورو اقلیتونو سره هسې هم خورا زیات تبعیض کېږي او کریشنا کُماري بیا د هندو اقلیت په هغه ټولنیز ګروپ پورې اړه لري چې د دليت په نوم یادېږي. دا ګروپ په پاکستان او هند کې له اقتصادي پلوه له بېوزلو خلکو جوړ دی او په ښه سترګه نه ورته کتل کيږي.

تندلارو ډلو په پاکستان کې په وروستیو څو کلونو کې د امریکا د پالیسیو پرضد ډېر لاریونونه وکړل او همداراز د کفرویلو پرضد د سختو قوانینو د انفاذ غوښتنه یې وکړه خو ویې نشو کړای چې د انتخاباتو له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.

په ۱۹۴۷ کال کې د هند او پاکستان له جلا کېدو وروسته یوزیات شمیر پاکستاني هندوان هند ته کډه شول خو هغو چې پاتې شول په سیاسي او اقتصادي انزوا کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG