د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پوهنتون کې د پښتنو زده کونکو غونډه وشوه


پراګ ـ د اتوار پر ورځ د پښتون تحفظ مومنټ غړو د منظور پښتون په مشرۍ د اسلام اباد په اسلامک انټرنېشنل پوهنتون کې یوه غونډه وکړه چې پکې پښتنو ته پر ورپېښو مسایلو خبرې وشوې.

غونډې ته د وینا پر مهال د غورځنګ مشر منظور پښتون په قبایلي سیمو کې د بدامنۍ د حالاتو په اړه وویل:

((دلته پښتون زده کونکی هم مړ شو، وکیل هم مړ شو، ډاکټر هم مړ شو، ادیب هم مړ شو ، فنکار هم مړ شو، د کلي د جومات ملا هم مړ شو، د مدرسې طالب هم مړ شو، د کلي غریب او خوار کس هم مړ شو. ))

منظور پښتون زیاته کړه چې له ټولو خلکو سره د انساني سلوک له مخې چلن پکار دی او دی پخپله له هېچا څخه کرکه نه کوي.

پښتون تحفظ مومنټ په ورستیو کې د خېبر پښتونخوا او بېلا بېلو قبایلي سیمو سفرونه کړي او له ځايي خلکو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې اترې کړي دي.

یاد تحریک پلان لري چې د روانې میاشتې په یوولسمه نیټه په کوټه کې هم یوه لویه غونډه وکړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG