د پاکستان سېنېټ ۵۲ غړیو انتخاباتو لپاره د رایواچولو عمل سر ته رسېدلی دی.
د الیکشن کمېشن افسرانو په موجودګۍ کې د شنبې د سهار له ۹ بجو تر مازيګر څلورو بجو په څلور واړه صوبايي اسمبلیو او پارلیمنټ هاوس کې رایې واچول شوې.
ځايي خبریالانو مشال ریډيو ته وويل چې د قبایلي سیمو څلورو او اسلام اباد د دوهسینیټرانو د انتخاب لپاره په قامي اسمبلۍ کې ووټونه واچول شول.
داسې خبرونه دي چې د فاټا د پارلیمان ۱۱ غړیو تر منځ اختلاف و نو ځکه دوه ډلې جوړې وې چې اته یو طرفته او درې بل طرفته ول.
په دوی کې دوو غړیو له ووټ اچولو پرېکون – بایکاټ - وکړ. بلخوا د قامي اسمبلۍ غړو خپل ووټونه استعمال کړل خو پر دې موقع د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نه و موجود.
د پنجاب او سند صوبې په ۱۲-۱۲ ، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ۱۱-۱۱ څوکيو باندې ټاکنې وشوې.
په خیبر پښتوخوا اسمبلۍ کې په ۱۲۴غړیو کې ۱۲۲ خپلې رایې استعمال کړې. د صوبې وزیراعلی پرویز خټک رسنیو ته وویل چې پولنګ په ښه توګه سر ته ورسېد.
په بلوچستان اسمبلۍ کې په ۶۵ غړیو کې ۶۴خپلې رایې استعمال کړې.
د فاټا د څلورو سینټرانو غیر رسمي نتیجه هم مخې ته راغلې ده چې هلال الرحمان ، شمیم افریدي ، مرزا محمد افریدي او هدایت الله کامیابه شوي دي.
د دې تر څنګ د پاکستان ځايي رسنۍ وايي چې په پنجاب کې ۱۱ سیټونه پاکستان مسلم لیګ نون ګوند ګټلي دي.
د دې انتخاباتو رسمي نتیجه به د پاکستان الیکشن کمیشن د یو ګزټ نوټیفیکشن له لارې د مارچ پر ۴مه اعلان کړي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ټاکنو لپاره د ۱۳۵ کسانو نوماندۍ منظورې کړې دي چې پکې یوه ښځه هم د عمومي څوکۍ لپاره له سړیو سره ازاده سیالي کوي.
په انتخاباتو کې د واکمن مسلم ليګ نون کانديدان د ازاد اميدورانو په توګه برخه اخلي.
د پاکستان الېکشن کمېشن د قانون له مخې په پاکستان کې هر دري کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.
د قبایلي سیمو د صوبايي اسمبلۍ غړي نشته نو د دې سیمو د سنېټرانو ټاکلو لپاره له دې سیمو څخه د قومي اسمبلۍ غړي رایې اچوي.