د لاسرسي ځای

تازه خبر

" ۸۰ زره ځپل شوو افغان کورنیو ته مرستې رسېدلې دي"


د کډوالو یو پخوانی عکس

مهرداد صبار وویل ، په افغانستان کې سږکال ډېرې کورنۍ د طبیعي افتونوپه پرتله، د جګړې او د امنیت د خرابوالي له امله بې کوره شوې دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږکال لږترلږه۸۰زره کورنیوته چې د جګړې له امله بې کوره شوې وې ، بېړنۍ بشري مرستې رسېدلې دي.

په دې وزارت کې د بې ځایه شوو کورنیو د حالت څارنې مشر مهرداد صبار د مارچ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې سږکال په افغانستان کې تقریباً ۵۷ زره کورنۍ بې کوره شوې او له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوې وې.

مهرداد صبار وویل ، په افغانستان کې سږکال ډېرې کورنۍ د طبیعي افتونوپه پرتله، د جګړې او د امنیت د خرابوالي له امله بې کوره شوې دي.

د ده په وینا ، سږکال ډېر خلک په هلمند ، ننګرهار، بغلان، کندز، فاریاب، ارزګان، سرپل کې بې ځایه شوي دي.

نوموړي وویل چې د کډوالو چارو وزارت هغوي ته بېړنۍ بشري مرستې تنظیم کړې دي.

هغه وویل چې په ځیني سیموکې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو له امله ۱۳ زره کورنۍ وتوانېدلې چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

بل پلو د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، له پاکستان نه د افغان کډوالو د راستنیدو لړۍ د روانې میاشتېپه لومړۍ ڼیته پیل شوې ده.

ددغه وزارت د خپرونو سلاکار حفیظ میاخېل نن مشال رادیو ته وویل ، تراوسه لږې کورنۍ هیواد ته ستنې شوي خو لړۍ یې روانه ده .

میاخېل وویل، د ځینو کورنیو او بهرنیو ادارو سره یې د کډوالو د راستنولو لپاره یوجامع پلان جوړ کړی او ټاکل شوې چې په یوه کال کې ۷ لکه افغانان، هیواد ته ستانه شياو په پام کې نیول شوی مرستې ترلاسه کړي.

دده په خبره د فبرورۍ راهیسې له پاکستان او ایران نه شا اوخوا یوولس زره کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG