د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د طالبانو جرمن ژبی همکار ګرفتار


د هلمند چارواکي وايي چې یو بهرنی یې نیولی دی چې له وسله والو طالبانو سره یې د سړکغاړې بمونو جوړولو کې همکاري کوله.

د ۲۱۵ میوند قول اردو رسنیو ته په یوه استول شوې ده خبرپاڼه کې کاږي چې بهرنی یې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې نیولی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، که څه هم نیول شوی بهرنی په جرمن ژبه خبرې کوي، او خپل نوم عبدالودو ښيي، خو دا به وروسته څرګنده شي چې نوموړی د کوم هېواد شهري دي.

په تور پاج زرغون کوټ او سپینو جامو کې ناست د سپین مخ خاوند په هغه ژبه نه پوهېږي چې د افغان ځواکونو مسولین ورسره ږغېږي.

په ویډیو کې خپله عبدالودود په هلمند کې د خپل فعالیت موده یو کال ښيي.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، نوموړی د نورو پلټنو لپاره کندهار ته لېږدولی دی.

ځواک وايي، که څه هم نیول شوی کس په جرمن ژبه خبرې کوي، خو دا نه سې تاییدولی چې د المان شهري دی.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ چارواکو ویلي دي چې دغه بهرنی شهري وسله والو ته د سړکغاړې ماینونو په اړه د روزنې لپاره راغلی دی.

پخوا تر دې افغان حکومت په هېواد کې دننه د وسله والو طالبانو تر څنګ د نېږدې ۲۴ ترورستي ډلو د فعالیت خبر ورکړی و چې ویل کېږي اکثره يې یا بهرنۍ ترورستي ډلې دي.

که څه هم په دې عملیاتو کې چي د نهرسراج ولسوالۍ د حیدراباد سیمي د محمودزو پر کلي ترسره شوي دي د ګډو افغان ځواکونو نوم یادېږي، خو په هغه ویډیو کې چې د نیول شوي بهرني څخه د موبایل ټلیفون په واسطه شوي ده په انګلیسي هم خبرې کېږي.

د افغانستان د حکومت د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر څو ورځې وړاندې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو راهيسې یې شااوخوا ۸۰ بهرنيان چې د وسله والو په لیکو کې يې فعالیت کولی نیول شوي دي او خپلو هېوادونو ته سپارل شوي دي چې له دې جملې وروستی هغه یې د قزاقستان یو شهري وو چې خپل هېواد ته سپارل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند وايي، دقیقه نه ده چې څومره، خو د وسله والو طالبانو په شمول شاید ځینې ډلې فعالیت ولري، اما د هلمند والي حیات الله حیات څه موده مخکې د وسله والو طالبانو پرته د نورو ټولو ډلو شتون رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۱۵ مېلادي کال د فیبرورۍ میاشتې پر ۱۱ نېټه د طالبانو څخه پیل شوی قوماندان ملا روف خادم چې د داعش استازيتوب یې کولی، د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د هلمند د کجکي ولسوالۍ د اذان په کلي کې ووژل شو.

د هلمند اوسېدونکي وايي، د وسله والو طالبانو ترڅنګ د بهرنیو وسله والو موجودیت دوی ته نور هم خطرناکه تمامېږي.

راپور: الیاس داعي

XS
SM
MD
LG