د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سرتېري ورځ ونمانځل شوه


تېر کال افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کب نهمه نېټه د سرتېري له نامه سره نومولې وه، د ننګرهار ولایتي ادارې دغه دغه ورځ د ننګرهار له ولسونو او مدني فعالانو سره يو ځای ولمانځله او هغه سرتېري چې په خپله دنده کې يې ښه وړتیا ښودلې وه، په مډالونو، ستاینلیکونو او جایزو ونازول شول.

د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي ته د سرتېري د ورځې په مناسبت پر دولتي چارواکو، سربېره په زرګونه تنه قومي مشران، دیني عالمان او د ګڼو مدني ټولنو فعالان ورټول شوي ول.

د سرتېري د ورځې په مناسبت د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، افغان وسله وال ځواک په عمل کې ښودلې چې د بهرنيانو له ملاتړه پرته هم د خپلې خاورې دفاع کولای شي.


(( په ۲۰۱۴ م کال کې چې ایساف ځواکونو له هېواد نه د وتلو فیصله وکړه، فکر کېده چې له بهرنیانو پرته به د افغانستان وسله وال ځواکونه د دې توان ونه لري چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي خپلواکۍ او د خلکو له عزت څخه به دفاع وکړي، خو زموږ وسله والو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې موږ کولای شوو چې د خپلې پاکې او عزتمنې خاورې دفاع وکولای شوو.))

د ننګرهار ولایتي شورا استازي ډاکټر ناصر کاموال ملي امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د اړتیا پر مهال به ورسره د ننګرهار ولسونه په سنګرونو کې اوږه په اوږه د دښمن پر وړاندې وجنګېږي:

(( بری زموږ دی، موږ ګټوونکي یوو، تاسو مخکې یئ، ولس مو تر څنګ ولاړ دی، په هر ډګر کې نه یوازې دا چې ستاسو ستاینه کوي، که ضرورت پېښ شو، ولس به ستاسو په خوا کې اوږه په اوږه د جنګ په سنګر کې ولاړ وي.))

د ننګرهار امنیه قوماندان سترجنرال عبدالرحمن رحيمي د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه چې د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او تر څنګ يې ولاړ دي:

(( دې با درده، با ایمانه او غروره ولس همېشته ستایلي، همېشه يې عزت ورکړی، لکه نن چې عزت ورکوي. ملي امنیتي ځواکونو ته د ولس له اړخه عزت ورکول، د مخالفینو پر وړاندې هغه سخت ګوزار دی چې د هغوی پانګونه او هلې ځلې له خاورو سره خاورې شوې.))


د مراسمو په پای کې په سلګونه هغه سرتېري چې په خپلو دندو کې يې وړتيا ښودلې وه او مډالونو، ستاینلیکونو او جایزو ونازول شول او هم په کې د اتڼونو تر څنګ ملي امنیتي ځواکونو د ډول ډول جنګي تاکتیکونو نندارې هم د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړي.‎

XS
SM
MD
LG