د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: طالبان دې سیاسي ګوند وپېژندل شي


افغان ولسمشر ویلي چې په هېواد کې دې اوربند رامنځ ته شي او طالبان دې د یوې سیاسي ډلې په توګه وپيژندل شي.

اشرف غني دا څرګندونې نن چارشنبه د کابل بهیر د دوهم دور نړیوالې غونډې د پرانيستلو پر مهال کړې دي چې پکې د ۲۵ هېوادونو د استازیو او ځینو نړیوالو سازمانونو پلاویو ګډون کړی.

د کابل بهیر دوهم پړاو نړیواله غونډه
د کابل بهیر دوهم پړاو نړیواله غونډه

ولسمشر غني د وينا پر مهال له طالبانو ځانګړې غوښتنې وکړې چې په سر کې یې د افغانستان د اساسي قانون منل شامل دي. نوموړي وویل چې د تېر په هېرولو سره به له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي.

طالبانو ته د حکومت وړاندیزونه:

که چېرته د سولې له بهیر سره یوځای شئ، د یوه سیاسي ګوند په توګه به وپېژندل شئ.

طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، خو د یوه حقوقي چوکاټ له مخې په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کېدای شي.

طالبان باید د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبان باید اوربند وکړي او افغان حکومت له دوی سره له قید او شرط پرته د خبرو لپاره چمتووالی لري.

د حکومت ژمنې:

هغه طالبان چې سوله کوي، د هغو امنیت به تامینوو.

په کابل او یا هم په کوم بل اسلامي هېواد کې به د خبرو لپاره دفتر ورته پرانیزو.

له نړیوالې ټولنې به وغواړو چې له طالبانو بندویزنه واخلي او دوی ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

پاکستان ته د حکومت وړاندیزونه:

چمتو یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې کړو او نوی باب پرانیزو.

نړیواله ټولنه هم باید پر پاکستان فشار راوړي چې افغان حکومت د طالبانو د سولې وړاندیز ته هرکلی ووايي.

د یادولو ده چې له دې وړاندې وسله والو طالبانو ویلي ول چې دوی له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره د سولې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG