په دې پروګرام کې د یوې غیر سرکاري ادارې د خویندو همت او رڼا په کار خبرې کوو. د دغه ادارې جوړونکې وایي غواړي چې نه یوازې په قبایلي سیمو بلکې په خېبر پښتونخوا او نورو پښتني سیمو کې هم له عامو ښځو سره د دوی پر کار روزګار، تعلیم او نورو مسلو خبرې وکړي او د حل لارې یې ولټوي.
د خویندو همت او رڼا مختلفې څانګې لري چې پکې قبایلي خور، ولسي خور او اقلیتي خور شاملې دي، او غواړي چې د مساپرو خویندو لپاره هم یوه ټولنه جوړه کړه.
د دغه ادارې جوړونکې دا هم وایي دوی غواړي د غیر سرکاري ادارو په اړه روایتي سوچ او فکر مات کړي، او د دې ټولنې له لارې ټولې پښتنې که هغه څه کار کوي او که نه، رایوځای کړي.
دوی غواړي د هغو ښځو د لاسي کارونو نمایش هم وکړي، چې د دستکارۍ له صنعت سره تړلې دي، چې داشان دوی د خپل کارروزګار په پرمختګ کې په خپله برخه واخلي او د خپل کاروبار د پراخوالو لپاره د جدید دور له تقاضو ځانونه خبر کړي.
تاندې هیلې پروګرام تاسو دلته اورېدلای شۍ. کوربنه یې فرخنده اسد ده.
تاندې هیلې
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.