د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو ستنېدنه روانه ده


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وطن ته روان دي.
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وطن ته روان دي.

پراګ ـ د افغانستان له خوست ولایته د وزیرستاني کډوالو د واپسۍ سلسله د سه شنبې په ورځ هم دوام لري.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدی وايي چې په دې لړۍ کې د ګل په ورځ ۴۶ کورنۍ خپل وطن ته ستنې شوي دي.نوموړي نن له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل:

((په دې اولنۍ هفته کې به هره ورځ خوا اوشا پنځوس کورنۍ ستنول کیږي. بیا به دا شمیره زیاتوو. پرون ستانه کړل شویو کورینو لپاره هم د طبي سهولت او پولیو ټیمونو انتظام کړی وو. ناشته مو ورکړه بیا مو د غرمې ډوډۍ ورکړه. خبرې اترې مو ورسره وشوې. د لارې د چیک پوستو له تکلیف نه مو هم بچ کړل. نو خوشاله وو چې مونږ ورسره خپلې وعدې پوره کړې.))

کامران افریدي وویل چې د بنو بکا خیل کډوالو کېمپ کې له اندراج وروسته به دا خلک خپلو کورونو ته ستنول کیږي.

په واپس شویو کورنیو کې د میر خان ګل په نوم یو کډوال د واپسۍ په عمل د خوشالۍ څرګندونه وکړه:

((موږ ته ډیر عزت راکړل شو، د خوراک انتظام هم شوی وو. ډهول سرنا هم پکې وه نو موږ ډیر خوشاله یو، کورنۍ مو هم خوشاله دي. خو زموږ نه په افغانستان کې ځینې سامانونه او ګاډی پاتې شوي که د هغې راوړلو بندوبست هم وشي نو موږ به ډیر مطمین شو.))

د کډوالو یو مشر ملک محمد علي شاه وايي چې کورنۍ یې په خپلو سیمو او کورونو پسې ډیرې خپه وې، نوموړي زیاته کړه:

((موږ د مشال ریډیو ډیر مشکور یو چې د بې کورۍ په وخت کې یې تل زموږ غږ چارواکو ته رسولی دی. موږ درې کاله کډوالي وکړه او هره ورځ مو ښځو او ماشومانو د خپل کور کلي ارمان کړی دی. شکر دی چې زموږ واپسي وشوه په دې موږ د حکومت هم مننه کوو.))

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدي وویل چې له افغانستانه د وزیرستاني کډوالو د واپسۍ په دې دویمه مرحله کې به څه د پاسه ۴۳۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنول کیږي او په اوله مرحله کې هم څه باندې ۴۰۰۰ کورنۍ ستنې کړل شوي دي. نوموړي هم دا راز وویل چې اوس په افغانستان کې مېشت د نارجسټر وزیرستاني کډوالو د رجسټرېشن سلسله هم پیلیږي.

دا خلک د ۲۰۱۴م کال پوځي عملیاتو لوجې افغانستان ته کډه شوي وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG