د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا ته د عدالتونو غځولو بل لاهم له سېنېټه نه دی منظور شوی


د پاکستان په سېنېټ کې د قبایلي سیمو نماینده ګان وايي فاټا ته د اعلا عدالتونو د واک غځولو بل د کورم (د پارلېماني استازيو پکار شمېر) کمي له وجې سېنېټ ته د بحث لپاره وړاندې نه شو او د فاټا ځینې سېنېټران هم غیر حاضر ول.

له خېبر ایجنسۍ سېنېټر حاجي مومن خان اپرېدي له مشال راډيو سره په خبرو کې هیله وښودله چې د سېنېټپه راتلونکې غونډه کې به فاټا ته د اعلا عدالتونو واک غځولو بل منظور شي. د نوموړي په خبره چې حکومتي او مخالفه ګوندونه د دغه بل په منظورولو یوه خوله دي او بله دا چې دغه بل له قامي اسمبلۍ منظور شوی او د قبایلي ولس خواهش او ضرورتهم دی نو دا به لازمي منظورېږي.

خو له کورمې ایجنسۍ د سېنېټ غړي سجاد حسین توري د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اعلا عدالتونو واک غځولو بل په اړه قبایلي سېنېټران هم متفق دي او که څنګه؟ نو نوموړي وویل، نه، ډېر متفق خو نه دي. او دوی هڅه کوي چې په انفرادي ډول ټول د دې بل حمایت ته تیار کړي. خو بیا هم ځینې قبایلي نماینده ګان د سېنېټ غونډې ته هم نه دي راغلي. بیا د سېنېټ انتخابات هم کېدونکي دي نو ځکه دا مسله د ځنډ ښکار شوه.

قبایلي سیمو ته د سپریم کورټ او پېښور های کورټ دایره اختیار غځولو دغه بل د جنورۍ په دولسمه قامي اسمبلۍ پهلوی اکثریت منظور کړی وو چې د سینټ له منظورۍ او د ولسمشر له لاسلیکولو پس به د قانون برخه وګرځي. دا بل د قبایلي سیمو د قانوني او اییني اصلاحاتو برخه ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG