د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه لیکوال د اردو ادب په میدان کې


په پاکستان کې اوسیدونکیو یو شمېر لیکوالو په اردو ژبه په شعر او نثر کې کار کړی چې د « اردودانې» طبقې پام یې ځان ته اړولی دی. پښتانه لیکوال او شاعران په داسې حال کې په اردو ژبه د نوم ځلولو هڅه کوي چې یو عمومي تاثر دا دی چې پښتانه سمه اردو لیکلی او ویلی نه شي.

لیکوال اسیرمنګل وايي، پښتانه برلاسي خلک دي او چې هڅه یې کړې ده نو په دې توانیدلي چې د نورو ژبو ویونکي متاثره کړي. پخپله منګل په نثر کې د اردو څو کتابونه چاپ کړي دي.

احمدفراز د کوهاټ و خو په اردو شاعرۍ کې یې نوم وځلولو. حمزه بابا هم په اردو ژبه شعرونه لیکل خو بیا پښتو ته په مکمله توګه واوښت.

اسیرمنګل زیاتوي چې په نثر کې یې ځکه کار کړی چې له مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه شاعري کول ستونزمن کار دی، خود مومندو ایجنسۍ لیکوال، شاعر او خبریال غلام حسین محب چې په پښتو ژبه یې د شاعرۍ ۶ کتابونه چاپ کړي، اوس په اردو کې خپله شعري مجموعه چاپوي چې محشرستان نومیږي.

غلام حسین محب وايي که څه هم له مورنۍ ژبې پرته په نورو ژبو کې شاعري کول ګران کار دی، خو دا چې ده په اردو ژبه کې تر شپاړسم جوماته زده کړې کړي نو ستونزه ورته نه وه. له محب وړاندې ګڼو نورو شاعرانو هم په اردو ژبه شعرونه لیکلي. احمدفراز د کوهاټ و خو په اردو شاعرۍ کې یې نوم وځلولو. حمزه بابا هم په اردو ژبه شعرونه لیکل خو بیا پښتو ته په مکمله توګه واوښت. په همدې ورځو کې په بنو کې د یو پښتون شاعر افتخار دراني د اردو شعرونو مجموعه شب یلدا په نوم چاپ شوې.

پاکستان کې د نورو ژبو ویونکي خلک چې د ساهو ادب مینه وال وي، د پښتو ښکلیو اثارو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري.
راشد خټک

له دې علاوه اظهارالله اظهار او نورو ځینو پښتو شاعرانو هم په اردو کې طبع ازمايي کړې ده.

لیکوال، خبریال او شاعر راشد خټک وايي په پاکستان کې اوسیدونکي د نورو ژبو خلک چې د ساهو ادب مینه وال وي، د پښتو ښکلیو اثارو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري.

اردو د پاکستان قومي ژبه ده، خو دا په پاکستان کې د اوسیدونکیو قومونو څخه دیوه هم قومي ژبه نه ده. دغلته سندیان، پنجابیان، بلوڅان او پښتانه ژوند کوي او اردو یې ترمنځ د رابطې په توګه استعمالیږي. پښتانه لیکوال وايي په دې توانیدلي چې په اردو ژبه کتابونه چاپ کړي خو لا هم په دې نه دي توانیدلي چې خپل دغه کتابونه د پاکستان ټولو هغو سیمو ته ورسوي چیرته چې اردو ویل کېږي. زیاتره وخت دغه کتابونه پښتانه لوستونکي لولي او یو نیم اردو ویونکي کس ته هم رسیږي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG