د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوپر لیګ: کراچۍ کینګز د پېښور زلمي مات کړل


په دوبۍ او شارجه کې روان د پاکستان سوپر لیګ کرکټ ټورنمنټ د بېګا شپې په لوبه کې کراچۍ کینګز ټیم د پېښور زلمي لوبډلې ته په پنځو وکټو ماتې ورکړه.

د شل اوورونو د دغې لوبې پچې (شېر-خط) په ګټلو سره پېښور زلمي د بېټینګ فیصله وکړه او د نهو وکټونو په لوېدلو سره یې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي کامران اکمل او تمیم اقبال (چې بنګله دېشی لوبغاړی) دی بیټینګ پیل کړ. که څه هم کامران اکمل په لومړي سر کې په چوکو وهلو سره لوبه پیل کړه خو ډېر ژر د کراچۍ کینګز محمد عامر وسوځاوه.

په خپل دوهم اوور کې محمد عامر د زلمي دوهم اوپنر اقبال هم اوټ کړ.

په دوهم اوور کې د کنګز باولر شاهد اپرېدي د پېښور زلمي محمد حفیظ اوټ کړ.

د کراچۍ کینګز د غوره باولینګ په وجه د پېښور زلمي زیاتره لوبغاړیو ښه بېټینګ و نه کړای شو او انینګز یې په ۱۳۱ منډو سر ته ورسېدلو.

د کنګز لوبغاړیو خرم منظور او جو ډینلي په لوبه پیل وکړ، خو لکه د زلمي د اوپنرانو دوی زیاته ملګرتیا و نه کړای شوه او د خرم منظور وکټ په پیل کې پرېووت.

که څه هم په پیل کې د وکټ له اخېستو سره د پېښور زلمي ټیم خپلې هڅې نورې ګړندۍ کړې خو د لږ هدف یانې یوازې ۱۳۱ له وجې د کراچۍ کینګز بېټسمېنانو په اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG