د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوکت سواتي سندره، د باقر تازه غزل او د وهمي خبرې


د مشال راډیويي مجله
د مشال راډیويي مجله

د مشال راډیويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. د مجلې په دې ګڼه کې مو هم ښکلي مطالب درته د خپرېدو لپاره چمتو کړي دي.

د سندرغاړي شوکت سواتي سره خبرې:

شوکت سواتی د سوات ګل دی چې د بلبل په شان خوږ غږ ورته خدای ورکړی دی. دی اوس په پېښور پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوخت دی، خو وايي له وړوکوالي راهېسې یې په زړه کې د هنر لپاره یوه نرمه خونه ساتلې ده. دې ځوان خپل خواهش ته د عمل جامه په دې وروستیو کې واغوستله او رسما یې به سندرو ویلو پیل وکړ. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره ځانګړې خبرې کړي.

له وهمي اورکزي سره مرکه:

وهمي اورکزی خوږ ژبی شاعر دی چې د ټل سره تعلق لري. دی د تېرو لس اتو کلونو راهېسې شاعري کوي. دی د پښتو ادبي چمن ټل غړی پاتې شوی او او سمهال د یوې بلې ادبي ټولنې پښتنو مرکه پښتونخوا سره ادبي تړون لري. دی وايي د شعرونو کتاب یې لا تر اوسه نه دی چاپ شوی، خو د خپرولو اراده یې لري. د مجلې په دې ګڼه کې د وهمي اورکزي مرکه اورېدلی شئ.

د شاهنواز باقر شعر د هغوی په غږ:

شاهنواز باقر د پښتو ژبې د هغو شاعرانو په فهرست کې ځلنده نوم لري چې نن سبا پرې حساب کېږي. دغه کم عمره ځلمي ډېر په لږ وخت کې د غزل د ناوې د سینګار لپاره ډېر زیات ریاضت کړی او هڅه یې کړې ده چې روایتي شاعري ونه کړي، بلکې نادرې خبرې د شعر په ژبه ولس ته وړاندې کړي. په دې ګڼه کې د باقر یو غزل د هغوی په غږ کې اورېدلی شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG