د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ـ د پکتيکا ولايتي چارواکي وايي، چې د یاد ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکیو ډک موټرسایکل په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او خواوشا لس نور ملکي او پوځي کسان ټپیان شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا د والي ویاند محمدرحمن ایاز مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه سهار مهال څه باندې لس بجې د ښار ګوټي په یوه داسې برخه کې شوې، چې هلته د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه. ده وویل، په دې پېښه کې یو پولیس سرتیری هم وژل شوی.

د پکتیکا د والي ویاند وايي، د پيښې عاجل ناروغان د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته انتقال شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

((دښمن د یوې ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې د چاودیدونکو توک ډک موټرسایکل درولی وو، چې د چاودنې له کبله يې یو پولیس شهید شو، د دوه ماشومانو په ګډون درې ملکیان شهیدان شول او تر لسو پورې ملکي او نظامي کسان ټپیان شوي هم دي.))

د ښرنې ولایتي روغتون په روغتون کې یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل، چې د پيښې له ځایه ۱۳ تنه ټپیان یاد روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

د یادې پيښې مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

بلاول: که ټاکنې لانجمنې شوې نو پارلمان به هم متنازع شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG