د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رسنیو د مالي درغلۍ او رشوت اغېز


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د روڼ والي نړیوالې ادارې (Transparency International) ویلي په نړۍ کې بډې رشتونه او مالي درغلۍ هم د رسنیو په خاموشه کولو کې کردار لري.

د فرورۍ په۲۱ مه خپور شوي په دې رپورټ کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له جاج اخیستو وروسته درجه بندي شوې چې پکې په دې حواله نیوزېلېنډ اوډنمارک په اول او دویم نمبر پاک هېوادونه ګرځول شوي دي.

نیوزېلېنډ اوډنمارک په اول او دویم نمبر پاک هېوادونه ګرځول شوي دي
د Transparency International راپور

په دې درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۱۷م نمبر دی. په دې اړه مو د خبریال شمیم شاهد نه وپوښتل چې په پاکستان کې ولې د مالي درغلیو له وجې په رسنیو قدغنونه لګي:

((زه له دې خبرې سره اتفاق کوم چې ځینې ادارې، افراد او کمپنیانې چې په کرپشن یا مالي درغلیو کې ښکېل وي نو هڅه کوي چې د رسنیو خلک له ځان سره ملګري کړي او خپله غلا پټه کړي خو که څوک ورسره نه ملګري کیږي او نو بیا یې په بېلا بېلو طریقو ګواښوي او د خبرونو خپرولو مخه یې نیول کیږي.))

شمیم شاهد زیاتوي چې په دې هېواد کې د امنیتي ستونزو له وجې په مالي درغلیو کې ککړ خلک په اسانه رسنۍ او خبریالان د فشارلاندې راوستلی شي. د پانامه اسنادو په ډاګه کونکی خبریال عمر چیمه په دې اړه وايي چې په پاکستان کې د امینت له وجې د خبریالانو د مشکلاتو نه خلک خبر دي خو د مالي درغلیو له وجې مشکلاتو په اړه یې ډیر کم خلک معلومات لري. نوموړي وویل:

((له پانامه اسنادو په ډاګه کولو وروسته ماته معلومه شوه چې په دې لړ کې رسنۍ د کاروباري وجوهاتو له وجې د ډیرو خلکو په اړه رپوټونه نه خپروي حالانکې د هغوی موقف مو هم پکې شامل کړی وي. نو د امنیتي معاملاتو او مالي درغلیو له وجې رسنیو ته په ورپیښو مشکلاتو کې دا فرق دی چې د امنیتي رپوټونو خپرولو له وجې د یو خبریال ژوند له خطر سره مخ کېدی شي او د مالي درغلیو په اړه رپوټونه خپریدلی هم نشي.))

په دې درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۱۷ م لمبردی او افغانستان په اخري څلورو هیوادونو کې شامل دی
د Transparency International راپور

عمر چیمه زیاته کړه چې یو شمېر لویې لویې نړیوالې ادارې هم په مالي بدعنوانیو کې لاس لري او بیا رسنۍ مجبوره کوي چې په اړه یې رپوټونه خپاره نه کړي ګني اشتهارونه به نه ورکوي.

د (Transparency International) په دې درجه بندۍ کې افغانستان په اخري څلورو هېوادونو کې شامل دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG