د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان مېشته وزیرستاني کډوال کلیو ته ستنېږي


په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته ولاړې
په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته ولاړې

پراګ - د شمالي وزیرستان انتظامي مشر وايي، د دوشنبې (ګل) له ورځې څخه د افغانستان مېشته کډوالو د ستنېدو لړۍ پیلوي.

پولېټیکل اېجنټ کامران اپریدي د خالي پر ماښام مشال راډیو ته وویل، له افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي او په خوست او پکتیا کې اوسېدونکي وزیرستانیان د غلام خان له لارې خپلو کلیو ته ستنوي.

دی وايي، ستنېدونکو کورنیو ته ډوډۍ، ټرانسپورټ او طبي اسانتیاوې ورکوي.

د اپریدي په خبره، پر غلام خان د انتظار پر وخت یې د ښځو او سړیو لپاره بېل بېل ځایونه جوړ کړي دي.

اپریدی وايي، په دې مرحله کې له افغانستانه څه د پاسه څلور زه کورنۍ ستنوي.

د شمالي وزیرستان پولېټيکل اېجنټ وویل، په لومړۍ مرحله کې یې له افغانستانه شاوخوا څلور زره کورنۍ لومړی د بکه خېلو کیمپ ته لېږدولې دي.

دی وايي اوس به هم کډوال لومړی بکه خېلو ته ځي او هلته به یې رجسټرېشن کېږي چې تر هغې وروسته به ورته خپل کلیو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

کامران اپریدی زیاتوي چې د کډوالو د واپسۍ پر مهال به د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او خوست کې پرتو نورو وزیرستانیانو ته هم د نوملیکنې فارمونه استوي او د هغوی د ستنولو لپاره به هم تیاری نیسي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله لاکونه کسان کډوال شول چې زیاتره یې بنو او د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته ولاړل خو زرګونه کورنۍ افغانستان ته واوښتې.

XS
SM
MD
LG