د لاسرسي ځای

تازه خبر

سادات: په خوست کې د ځوانانو یوالي لپاره مېلې جوړو


د ځوانانو چارو معین کمال سادات
د ځوانانو چارو معین کمال سادات

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت غواړي چې د خوست په یو شمېر سیمو کې د ځوانانو د یووالي او سولې میلې جوړې کړي.

چارواکي د یادو میلو موخه د ځوانانو لپاره د تفریح د زمینو د برابرولو سربیره د هېواد په کچه د ځوانانو تر منځ یووالی او په دوی کې د سولې د ذهنیت خورول په ډاګه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات وايي دوی غواړي د خوست په څو سیمو کې د ځوانانو میلې جوړې کړي، چې پدې سره به له یوې خوا د ځوانانو تفریح شوي وي او بل لوري ته به يې د ټول هېواد پر ځوانانو غږ کړی وي، چې په خپلو کې یو لاس شي او د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي په افغانستان کې ځینو سیاسي ستونزو ته په اشارې دا هم وویل چې پدې پروګرامونو کې به ځوانان په یو غږ د ولسمشر اشرف غني له دریځه ملاتړ وکړي او لا نور به پر ده راټول شي.

د غوندې یوه عکس
د غوندې یوه عکس

کمال سادات زیاته کړه ، “ د خوست دا ژڼي او ځوانان چې راټول شوي ول ټول افغانستان ته مو دا پیغام ورکړ چې په سوله او اتحاد کې ګټې دي، لدې میله موخه داوه چې ځوانان باید په خپلو کې په اتفاق واوسي، تر څو افغانستان د ترقۍ او ملي وحدت په لوري بوځو، په خپل جلالتماب ولسمشر نور هم راټول شو او ملا يې وتړو، تر څو په افغانستان کې پرمختګ، سوله او ترقي رامنځته شي”.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني له خلکو غواړي په خپلو کورونو، کلیو او بانډو کې د هغو ځوانانو سره چې له نظامه خوابده دي وغږيږي او پدې يې وپوهوي چې روانه جګړه مو نور هم له ستونزو سره مخاموي.

ارګوني وویل ، “ موږ تاسو په محلي کچه هم مسوولیتونه لرو، په کلیو او بانډو او په خپلو کورونو کې هغه ځوانان چې خفه دي او یا يې لارې بدلې کړې دي، هغوی سره کینو، پوۍ کړو چې وروڼو چې دا جنګ نور هم زموږ د ناکامۍ سبب ګرځي، موږ تاسو نور هم مشکلاتو سره مخامخوي، نو لاره هم همدا ده تر څو لوی هدف چې سوله ده ورسیږو”.

د غونډې بله څنډه
د غونډې بله څنډه

دا چې د ځوانانو د سولې او یووالي د میلو اغېز او ګټې څه دي، په اړه يې د ولایتي شورا راستازي عبدالولي واحدزي وویل ، “ دا چې نن ورځ د ځوانانو چارو معینیت په نووښت او ابتکار سره په خوست کې د ځوانانو د یووالي او سولې په اړه میله جوړه شوې وه مو دا ستر نووښت ستایو، هیله من یو چې دا لړۍ لاپسې دوامداره شي او ځوانان ترې وړ ګټه واخلي”.

مدني فعال جلال حقیقت هم وايي، چې د تلپاتې سولې او د جګړو د ختمولو یوازینۍ لاره داده چې د سوله ییز ذهنیت د خورولو لپاره عامه پوهاوی دومره ډېر شي، چې ورانکاري پدې وطن کې ځانته د ورانکاری د کولو ځای او ملګری پیدا نکړي.

XS
SM
MD
LG