د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي: د احتساب اداره یوازې په نواز شریف پسې ده


اسفندیار ولي خان

اسفندیار ولي خان دا هم وویل چې په پاکستان کې د چین سفیر باور ورکړی دی چې د چین پاکستان اقتصادي راهداۍ لویدیځه یانې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه تېرېدونکې برخه به خامخا جوړېږي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي چې د پاکستان د احتساب قومي اداره نورو مسلو ته پام نه کوي او یوازې په نواز شریف پسې شوې ده.

اسفندیار ولي خان دا خبره د جمعې په ورځ په پاکستان کې د روانو حالاتو په اړه د خپل ګوند د مخکښانو تر مشورتي غونډه وروسته په چارسده کې خبري غونډې ته وکړه.

هغه په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف پر دوو پروژې د نیوکې په توګه وویل ، “ دا [په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي حکومت له خوا ] د یو ارب ونو سونامي په اړه چې څه لیکل کېږي او ویل کېږي او په حیات اباد کې چې په یو ارب اتیا کروړه یو پل جوړ شو او اوس درنې لارۍ نشي پر تلای ، د احتساب ادارې ته دا نه ښکاري او یوازې په نواز شریف پسې شوې ده او په بل څه کې یې دلچسپي نشته”.

اسفندیار ولي خان وویل ، موږ تل ویلي چې سیاسي مسلې عدالت ته مه وړی خو ځینې ګوندونه داسې شته چې زور یې پر دې خوا دی.

هغه زیاته کړه چې کله عدالتونه پر سیاسي مسلو پرېکړې کوي نو عدالت ته خو به څوک څه نه وايي ، د عدالت احترام به وي خو پر پرېکړو نیوکې کول د هر سیاسي وګړي حق دی.

نوموړي وویل ، په ملک کې د ځینو مهمو ادارو ترمنځ د ټکر فضا نه یوازې رامنځ ته شوې ده بلکې لا پسې زیاتېږي کومه چې د ده په وینا د هیڅ ګوند او ان د ملک په ګټه هم نه ده.

اسفندیار ولي خان وویل ، “ په آیین کې چې ادارو ته کوم واک ورکړل شوی دی باید هغوی په هغه چوکاټ کې دننه پاتې شي او که هره اداره پر آیین کې ورته ټاکلي حدود ومني نو زما په خیال به څه مسله نه وي”.

اسفندیار ولي خان دا هم وویل چې په پاکستان کې د چین سفیر باور ورکړی دی چې د چین پاکستان اقتصادي راهداۍ لویدیځه یانې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه تېرېدونکې برخه به خامخا جوړېږي.

XS
SM
MD
LG