د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: کراچۍ کوټې او ملتان لاهور ته ماته ورکړه


د پاکستان سپرلیګ په بېګا ترسره شوو لوبو کې لومړی کراچۍ کنګز و کویټه ګلېډیېټرز ته په ۱۹ منډو ماته ورکړه.

کراچۍ کنګز لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سر ۱۴۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د کویټه ګلېډیېټرز نهه لوبغاړو وسوځېدل خو په ټاکلو شلو اورونو کې یې یوازې ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

په دویمه لوبه کې ملتان سلطان تر ډېره دلچسپه لوبه وروسته لاهور قلندرز ته په ۴۳ منډو ماته ورکړه.

ملتان سلطان لومړی بېتنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورنو کې یې د پنځو لوبغاړو په سر ۱۷۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د لاهور قلندرز ټول لوبغاړي په اتلسم اوور کې د ۱۳۶ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو.

د دې لوبې تر ټولو دلچسپه او مهمه برخه هغه وه چې جنېد خان په درې بالونو پرلپسې درې لوبغاړي اوټ کړل.

نن به به هم دوې لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي ترمنځ وي چې د پښتونخوا له وخت سره سم مازیګر څلورنیمې بجې پیلېږي.

په دویمه لوبه کې به کویټه ګلېډیېټرز له لاهور قلندرز سره بازۍ کوي چې د پېښور پر وخت د شپې نهه بجې پیلېږي.

XS
SM
MD
LG