د لاسرسي ځای

تازه خبر

'غلام خان بندر به ژر پرانیستل شي'


غلام خان بندر
غلام خان بندر

پاکستاني چارواکي وایې د پاکستان او افغانستان په پوله د غلام خان ټرانزیټ په لاره یې کار بشپړ کړې دی او د مارچ په وړومبۍ اوونۍ کې به یې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ د هلو ځلو لپاره پرانیزي.

په دغه اړه روانه اونۍ په شمالي وزیرستان کې د پوځ لوړ پوړیو چارواکیو له ځايي مشرانو سره یوه جرګه هم کړې ده. د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدی وایي، چې ؛ د غلام خان لاره بنده وه خو موږ په ټرمینل کار له دوام ورکړی دی او که خیر وي د مارچ په لومړۍ وړومبۍ اوونۍ کې به دا لاره پرانیستل شي؛

د غلام خان ټرمینل د تعمیر د پروژې مشر اینجینیر محمد نور وزیر له مشال ریډیو سره د خبرو په وخت وویل چې د ټرمینل ۹۵ فیصده کار پوره شوی دی او په دې کې سوداګرو او مسافرو ته بېلا بېلې اسانتیاوې ورکړل شوي دي. نوموړې وویل چې نیشنل لاجسټک سیل دا ټرمینل جوړوي. ددې درې برخې دي یوه د پیاده خلکو لپاره، یو د سامانانو د درامد برخه ده او بل د هغه سامانانو ځای دی چې افغانستان ته لېږل کېږي.

اینجینیر محمد نور وزیر وویل چې د ټرمینل له پرانیستلو سره به له کراچۍ افغانستان ته لاره خواؤ شا څلور نیم سوه کلومیټره راکمه شي.

د شمالي وزیرستان قبایلي مشرانو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. په دغه اړه یو قبایلي مشر ملک جان فراز وزیر مشال ریډیو ته وویلچې له دې سره به نه یوازې دواړو خواؤ ته د خلکو تګ راتګ اسان شي بلکې په سیمه کې به کاروباري هلې ځلې وده وکړي.

چارواکي وایېچې د غلام خان ټرانزیټ لاره افغانستان او د مینځنۍ اسیا هېوادونو ته تر ټولو لنډه لاره ده او که په دې تجارتي هلې ځلې پیل شي نو د پولې دواړو خواو ولسونو اقتصادي وضعه به ورسره ډېره ښه شي. دا لاره تر ډېرې مودې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله تړلې پرته وه.

XS
SM
MD
LG