د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د قانون سازۍ حق پارلېمان لري که عدلیه؟


د چارشنبې په ورځ د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار په خپله یوه لنډه فیصله کې د هېواد پخوانی وزیراعظم د مسلم لیګ ن د مشرۍ لپاره نااهله وګرځولو. د مسلم لیګ ن مشرانو دا فیصله غیرمنصفانه وبلله.

له دې وروستو په پاکستان کې دا بحث تود شوی دی چې د پاکستان په وفاقي جمهوري نظام کې ډېر واک له پارلېمان سره دی او که له سپریم کورټ سره؟

په دغه اړه د سیاسي او قانوني چارو پوه افراسیاب خټک وايي ــ چې په ایین کې د پارلېمان او سپریم کورټ د کار او اختیار سپیناوی شوی دی او باید دواړه په خپله خپله دایره کې کار وکړي. نوموړې زیاتويچې په دې هېواد کې ستره اداره د ولس پارلېمان دی، ځکه چې دا واک او اختیار ورته په ایین کې ملاو شوی دی. دلته محوریز رول پارلېمان لري او په دې هېواد کې پارلېماني نظام دی، صدارتي نه دی. په دې هېواد کې د عدلیه کار د ایین تشریح کول دی او د قانون سازۍ اختیار له پارلېمان سره دی.

د نوازشریف پرضد د سپریم کورټ د پرېکړې په اړه د های کورټ پخوانی جج او د قانوني چارو پوه شیر محمد خان وايي کوم جج چې د خپل واک نه بهر فیصله کوي نو بیا داسې فیصلې په ولس کې متنازعه وګرځي. نوموړي وویل ستونځه دا ده چې په پاکستان کې ادارې د خپل واک په دایره کې دننه کار نه کوي. دی زیاتوي لکه اوس چې د نواز شریف په باب عدالت څنګه فیصلې وکړې پر دې د نواز شریف او د هغه د ګوند نیوکې دا دي چې د دې تر شا سیاسي محرکات دي او دوی وايي چې د دغه فیصلو ترشا بل قوت لاس لري.

د یادونې وړ ده چې د ګوند د مشر په حیث د نوازشریف د نااهلۍ نه وروستو د پاکستان الیکشن کمیشن ویلي دي چې د مارچ په درېمه نېټه د سېنېټ په انتخاباتو کې به د مسلم لیګ ن کاندیدان د خپل ګوند په ټیکټونو په انتخاباتو کې برخه نه شي اخېستی.

XS
SM
MD
LG