د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سوپر لیګ، لومړۍ لوبه ملتان سلطان وګټله


پراګ ـ د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ لومړۍ لوبه په دوبۍ کې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ وشوه. پېښور زلمي لومړۍ لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو په تاوان یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې. ملتان سلطان دا هدف پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.

د لوبې نه وړاندې، د پاکستان سپر لیګ کرکټ لوبې د پنجشنبې په شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې په یو رنګا رنګ تقریب سره پیل شوې. په دې لوبو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي. اسلام اباد یونایټډ، کراچي کنګز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلیډیټرز او ملتان سلطان.

د پرانیستې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي وویل د پاکستان سوپر لیګ لوبو په هیواد کې د کرکټ سباوون ځلولی او د کرکټ د نړیوالو مینه والو او لوبغاړو پام یې یو وارې بیا پاکستان لوري ته اړولی دی.

نوموړي زیاته کړه:

((که ستاسو دعاګانې راسره وي، نو نیمه پای لوبې به لاهور او فاینل به کراچۍ ته راوړو، څو د لوبې مینه وال د پاکستان په خاوره کې دننه هم د دغو لوبو نه خوندونه واخیستل شي.))

تر دې وړاندې په ترسره شوو ټورنامنټونو کې لومړی اسلام اباد یونایټیډ او دویم پېښور زلمي ګټلی وو. پاکستان سپر لیګ د نړۍ مشهورو تجارتي ټورنامنټونو ته په کتو پيل شوی چې هدف یې کرکټ ته وده ورکول او نوي ځوان او وړتیا لرونکي لوبغاړي میندل دي.

XS
SM
MD
LG